دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۱ حمل ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۳۸
د مطلب کود : 125205
نځورګران:غواړو چې د پوځيانو او خلکو ترمنځ واټن کم کړو
یو شمېر انځورګر له یوې مودې څخه وروسته د کابل ښار دېوالونه یې په انتقادي او د سولې د پیغامونو په نقاشۍ ښکلي کوي.
یو شمېر انځورګر له یوې مودې څخه وروسته د کابل ښار دېوالونه یې په انتقادي او د سولې د پیغامونو په نقاشۍ ښکلي کوي.
خو هغوی دا ځل د ناټو د غوڅ ملاتړ د مأموریت قوماندانۍ ته ورغلي او پر یوه دېوال د یوې ښځینه پولیسې انځور کاږي.
د انځورګرو د ډلې غړي امید وايي:"موږ وویل چې حد اقل یو فرصت پیدا شي چې موږ له دوی سره خبرې وکړو او په خپله راشي او رسامي وکړي. موږ غواړو چې د دوی او د هېواد د عادي خلکو ترمنځ پُل شو".
د بهرنیو ځواکونو چورلکې الوتنې کوي خو دغه هنرمندان خپل کار ته دوام ورکوي او آن د بهرنیو ځواکونو لوړپوړي چارواکي ورسره یو ځاي کېږي.
بل انځورګر وايي:"زموږ همکاران زموږ ملګري کار کوي،له امنیتي ځواکونو څخه ملاتړ کوو او په ضمن کې د دغه انځور له نقاشۍ سره د هغو برخو جوړښتونو ته متوجه کېږي چې ولاړېدو ته اړتیا لري".
ناټو یو له افسرانو څخه وايي: " زه فکر کوم چې دا پروګرام حیرانونکی دی.دوی غواړي چې د افغانستان خلکو ته غږ وکړي ترڅو وکولای شي له دغې لارې، د هنر له لارې له خپل حکومت سره خبرې اترې وکړي".
د ناټو یو بل افسر چارلز ګلیفلنډ هم څرګنده کړه: "د تېر کال او سږ کال توپیر دا دی چې اوس د افغانستان امنیتي ځواکونه، د اې ۲۹ جنګي الوتکې لري،چورلکې لري او ډېرې نورې توانمنۍ لري چې له طالبانو سره جګړه کې به ورسره ډېره مرسته وکړي".
له افغان پوځیانو څخه ملاتړ په هېواد د بهرنیو ځواکونو مأموریت بلل کېږي چې دغه هنرمندان هم د انځورونو په کاږلو سره پر دې مسلې ټینګار کوي.
https://avapress.com/vdcawmn6m49nuu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته