دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۳۰
د مطلب کود : 125259
طالبان: په کابل کې د نني بريدګرو له ډلې يې یو تن ژوندی وتلی دی
طالبان ادعا کوي، چې په کابل کې د مهمو اشخاصو د ساتنې پر ریاست له نني بریده یې یو ملګری بیرته ژوندی وتلی دی. دغې ډلې ته په منسوبې الاماره فسبوک پاڼه کې راغلي، چې له چاودیدونکو توکو څخه د ډک مازدا موټر په وسیله تر چاودنې وروسته د دوی دوه کسان دغه ریاست ته ننوتل، خو یو یې له څو ساعته جګړې وروسته بیرته ژوندی وتلی دی.
سرچینه په دغه برید کې د څو مهمو مسوولینو په ګډون د لسګونو سرتیرو د وژلو ادعا کوي. خو امنیتي چارواکي وايي تر موټربم چاودنې وروسته یو وسله وال ودانۍ ته ننوتی و، چې له امنیتي ځواکونو سره ډزو کې ووژل شو.
https://avapress.com/vdcjiievhuqe88z.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته