کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

په افغانستان کې داعش ډله پر روسيې بریدونو ته چمتوالی نیسي

خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 1 ثور 1395 ساعت 11:32

د داعش د افغانستان څانګه پر مرکزي اسیا هیوادونو او روسیې بریدونو ته چمتوالی نیسي.


د داعش د افغانستان څانګه پر مرکزي اسیا هیوادونو او روسیې بریدونو ته چمتوالی نیسي.
د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف یو ځل بیا په افغاستان کې د داعش د فعالیتونو د پراختیا په اړه اندیښنه وښوده.
هغه نن په مسکو کې یوه خبري کنفرانس ته ویلي، چې داعش اوس په افغانستان کې تر ۱۰ زور ډیر جنګیالي لري، په داسې حال کې چې یو کال وړاندې دا شمیر تر ۱۰۰ هم نه رسیده.
دغه روسی دیپلومات وايي، په افغانستان کې د داعش ډله اوس پر مرکزي اسیا هیوادونو او روسیې بریدونو ته پر چمتوالي بوخته ده.
ضمیر کابلوف په دغه خبري ناسته کې همدا راز ویلي، که طالبان د سولې او پخلاینې ملي شرایطو ته غاړه کیږدي، نو دوی به ورته نور د ترهګرو په سترګه ونه ګوري. کابلوف د امریکا پر متحدو ایالتونو او ناټو هم نیوکه کړې، چې ګڼې له مسکو سره د افغانستان په تړاو همکاري نه کوي.    


د مطلب کود: 125260

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/125260/په-افغانستان-کې-داعش-ډله-پر-روسيې-بریدونو-ته-چمتوالی-نیسي

آوا
  https://www.avapress.com