دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۳۶
د مطلب کود : 125261
طالبان هڅه کوي چې افغان حکومت وغولوي
د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور وايي وسله وال طالبان هڅه کوي چې افغان حکومت وغولوي، او هیڅ کله هم سولې ته غاړه نږدي.
د بلخ سرپرست والي عطا محمد نور وايي وسله وال طالبان هڅه کوي چې افغان حکومت وغولوي، او هیڅ کله هم سولې ته غاړه نږدي.
عطا نور وايي وسله والو طالبان په ژمي کې د خپلو لیکو د تجهیز لپاره د سولې وړاندیز کوي، خو په پسرلي کې نوې جګړې اعلانوي.
عطا محمد نور نن په مزارشریف ښار کې د افغان ځواکونو د ملاتړ په موخه جوړه شوې غونډه کې ویلي وسله وال مخالفین د غربیانو په ملاتړ په افغانستان کې جګړه پرمخ بیايي.
عطا نور زیاتوي هغه هېوادونه چې په افغانستان حضور لري، خپلې ځانګړې ګټې تعقیبوي او افغان حکومت مکلف دی چې له وسله والو مخالفانو سره جدي مبارزه وکړي.
https://avapress.com/vdccepqss2bqii8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته