دخپریدو نیټه :شنبه ۴ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۰۱
د مطلب کود : 125351
طالبانو د پوځی کمیسیون څلور غړی وژل سوي

د هیواد ملي امنیت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د ملي امنیت ځواکونو د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو د پوځي کمیسیون مشر قاري زبیر او درې نور ملګري یې وژل شوي دي.

دغه عملیات د لوګر ولایت د خوشي ولسوالۍ د دوبندي کلي په کافر درې سیمه کې ترسره شوې چې د قاري زبیر په ګډون څلور طالب وسلوال وژل شوي.

ویل کیږي قاري زبیر د پکتیا ولایت د طالبانو د پوځي کمیسیون مشرتوب په غاړه درلود چې په لوګر ولایت کې د ملي امنیت ځواکونو د یولړ ځانګړو عملیاتو په پایله کې ووژل شو.

د دغې ادارې په خبرپاڼه کې هم راغلي چې په یو جلا عملیاتو په ترڅ کې د لوګر ولایت چرخ ولسوالۍ کې د طالبانو د پوځي کمیسیون غړی قاري میر احمد هم نیول شوی دی.

قاري میر احمد په یوه ویډیو کې چې د ملي امنیت له ادارې خپره شوې وايي: په مسجد کې مې قرآن کریم تلاوت کاوه، راته وویل شو چې جهاد وکړم، په افغانستان کې جهاد لازم دی، ما ورته وویل چې زه اوس درس وایم خپل اسلامي زده کړې سرته رسوم خو؛ بل قومندان چې راغی نو زه یې دغه عملیاتو ته واستولم چې د لارو په اوږدو کې د ملي امنیت د ځواکونو له لورې ونیول شوم.

په دغه عملیاتو کې یو شمیر جنګي وسلې، پوځي لارښود کتابونه او یو عراده موټر هم د هیواد ملي امنیت ځواکونو لاس ته ورغلي.

 

په بغلان کې نیونه:

له بلې خوا د هیواد شمال بغلان ولایت څخه رپوټونه وايي، پولیسو درې کسان د ۴۰ کیلوګرامو مخدره توکو په تور نیولي دي.

یاد ولایت دامنیه قوماندان عوض محمد نذیري نن د چهار شنبې په ورځ وویل چې قو چاقبرو هوډ درلود چې دغه مخدره توکې په یو لند کروزر موټر کې ځای پرځای کړي، کابل ته يي ولیږدوي.

نذیري په وینا،مخدره توکې دیاد ولایت د پولیسو له خوا پلخمري ښار کې د شمرق په کمربند کې نیول شوي دي.

افغانستان د امنیت نشتون او د مخدره توکو د قاچاق له امله په نړۍ د نوملړ په سر کې قرارلري چې میلونونه انسانان تیرې اغیزمن کیږي او دیوې لسیزې په ورستیو کې د دغه دوو ستونز د له منځ وړو لپاره هڅې شوې دي خو؛ تر دې دمه کومې مثبتې پایلې ته ندي رسیدلي.

https://avapress.com/vdccppqss2bqi18.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته