دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۲۰
د مطلب کود : 125405
د دفاع وزارت سرپرست وزیر، معصوم ستانکزی:

افغان ځواکونو د افغانستان دفاع ته چمتو دی

افغان ځواکونو د افغانستان دفاع ته چمتو دی
له طالب جنګیالیو او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې د حکومت د مشرانو د پراخو عملیاتو د پیولو له امر څخه وروسته، د پراخو عملیاتو چمتووالی نیول شوی.

له طالب جنګیالیو او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې د حکومت د مشرانو د پراخو عملیاتو د پیولو له امر څخه وروسته، د پراخو عملیاتو چمتووالی نیول شوی.

د دفاع سرپرست وزیر دغه سپارښتنه د ترهګرو پر وړاندې د افغان ځواکونو د پیاوړتیا یوه هڅه بولي.

د دفاع وزارت سرپرست وزیر، معصوم ستانکزی وايي:«له هېواد څخه دفاع، هغه دنده چې افغان ځواکونو ته ورکړل شوې ده، اضافې امر ته اړتیا نلري. مسوولیت او دنده یې ده او اړ یو چې دغه دنده ترسره کړو. دافغانستان د ولسمشر امر په دې خاطر دی چې موږ باید خپل فعالیتونه او وړتیاوې زیاتې او اغیزمنې کړو تر څو د دغو ډول بریدونو ا و خوځښتونو مخنیوی وکړو.»

خو له دې سره هم‎مهال د کورنیو چارو وزارت ویاند، صدیق صدیقي وايي:«لا هم دوی افغانستان په شهادت رسوي او دغه دښمنان باید وځپل شي. د افغان ځواکونو لخوا د دښمنانو ځپل اساسي دنده ده. تېر و خت کې افغان حکومت هڅه وکړه چې د سولې هڅو سره دوی بدل کړي، خو زموږ په آند دوی ښایې دا موکه ونلري.»

د ګرمۍ په موسم کې د هېواد وسله وال پوځ له وړاندې د طالبانو او نورو ترهګرو ډلو پر وړاندې د جګړې لپاره چمتوالی لرلی دی.

د هلمند ولایت عملیاتي مسوول، عبدالجبار قهرمان وايي:«دوه ورځي ډېر کم وخت دی، موږ له مخې د جګړې لپاره چمتووالی نیولی وه؛ خو وروسته له دې سپارښتنې زموږ چمتووالی زیات شوی چې د دښمن له منځه وړو لپاره اړین دي.»

په دې لړ کې داسې هیلې شته چې په دې امر سره به د ترهګرو پر وړاندې جګړه کې د هېواد وسله‎وال پوځ له لوړې روحیې برخمن وي.

د ولسي جرګې کورني امنیت غړی، اقبال صافی وايي:«فکر کوم چې د دغه امر سره به په جبهه کې بدلون راشي او افغان ځواکونو ته به پیاوړتیا او روحیه ورکړل شي.»

له دې ټولو سره سره داسې اندیښنې شته چې که دغه امر عملی نه شي. نو ښایي د افغانستان د امنیت لپاره د تېر په پرتله خطرناکې پایلې ولري.

د پوځي چارو کارپوه، عتیق الله امرخېل وايي:«(که دغه امر پر ځای نشي) د دولت اعتبار با په بشپړه ډول له منځه ولاړ شي او د ولسمشر پر خبرو به باور پاتې نشي. مقابل لوری به بشپړه چمتووالی ونیسي تر څو د دولت باور کم کړي.»

دهوا په ګرميدو سره د هېواد په ډيری برخو کې جګړې پراخې شوې دي؛ په دغو جګړو کې ان ځینې ځایونه د افغان پوځایونو له لاسه ووتل.

اوس‎مهال د ترهګرو د ځپلولو لپاره د پراخو عملیاتو د امر پلي کېدل د ملي یوالي د حکومت او وسله‎وال پوځ لپاره لویه آزموینه بلل کیږي.

 
https://avapress.com/vdccxpqsp2bqi08.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته