دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۳۱
د مطلب کود : 125410
نوازشریف: که پانامې اسنادو تورونه پرې ثابت شي، له دندې به استعفا وکړي
د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ویلي، که د پانامې اسنادو تورونه پرې ثابت شي له دندې به استعفا وکړي.
د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف ویلي، که د پانامې اسنادو تورونه پرې ثابت شي له دندې به استعفا وکړي.
د پانامې په اسنادو کې د نواز شریف پر دوو زامنو او یوه لور د مالي فساد تورونه لګول شوي دي.
په ورته وخت کې د پاکستان د تحریک انصاف ګوند مرستیال او سیاستوال سوران سېنګ د ناپېژانده وسله والو په ډزو کې وژل شوی دی.
د پاکستان لومړي وزیر نواز شریف په خپله ټلویزوني وینا کې وویل، که د پانامې د اسنادو تورونه پرې ثابت شي نو له دندې به استعفا وکړي.
نواز شریف په دغه ټلویزوني وینا کې ژمنه وکړه، چې له سترې محکمې به د یو پلاوي غوښتنه وکړي تر څو په دې اړه څېړنې وکړي.
د روانې میاشتې په لومړیو کې د پانامې د موساک فونسېکا شرکت نږدې ۱۱.۵ میلیونه پټ اسناد خپاره شول، چې په دې کې د پاکستان د لومړي وزیر نواز شریف دوه زامن او یوه لور تورن شوي دي.
د پانامې د اسنادو تر خپریدو وروسته د پاکستان په لومړي وزیر نواز شریف نېوکې ډېرې شوې.
په ورته وخت کې د نواز شریف د کورنۍ غړي هم دغه تورونه ردوي او زیاتوي، چې خپله اوسنۍ پانګه یې په پاکستان، سعودي عربستان او نورو هېوادونو کې له سوداګرۍ او صنعت څخه تر لاسه کړې ده.
د یو بل خبر له مخې وسله والو کسانو د پاکستان په شمال لودیځ کې د دې هېواد سیاستوال او د تحریک انصاف ګوند مرستیال سوران سېنګ په ډزو وژلی دی.
پاکستاني پولیس وايي، سوران سېنګ د پېښور ښار څخه خپل کلي بونر ته تللی و، چې ناپېژانده وسله والو د خپل کور مخې ته پرې ډزې کړې دي.
تر دې دمه کومې ډلې د نوموړي د وژل کېدو مسولیت نه دی منلی.  
     
https://avapress.com/vdcizwazut1ar52.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته