دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۳۵
د مطلب کود : 125411
د ترکيې او اروپايي ټولنې تر منځ د کډوالو په اړه هوکړې ښې پایلې لرلي دي
د اروپايي ټولنې او ترکیې تر منځ د کډوالۍ کړکېچ په اړه شوې هوکړې مثبتې پایلې ورکړې دي.
د اروپايي ټولنې او ترکیې تر منځ د کډوالۍ کړکېچ په اړه شوې هوکړې مثبتې پایلې ورکړې دي.
دغه خبرې د اروپايي شورا مشر ډونالډ ټوسک د جرمني له لومړۍ وزیرې انګلامېرکل سره ترکیې ته د خپل سفر په ترڅ کې کړې دي.
په ورته وخت کې ترکیې یو ځل بیا پر اروپايي ټولنه ټینګار کړی، چې اروپا ته له ویزې پرته د ترکي وګړو د تګ په اړه کړې ژمنه عملي کړي.
د جرمني لومړي وزیر انګلامېرکل او د اروپايي شورا مشر ډونالډ ټوسک ترکیې ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې هېواد له لوړ پوړو چارواکو سره د کډوالۍ کړکېچ په تړاو د ترکیې او اروپايي ټولنې پر هوکړه خبرې وکړې.
ډونالډ ټوسک وویل، د اروپايي ټولنې او ترکیې تر منځ وروستۍ هوکړې پایلې درلودې او او اروپا ته د ناقانونه کډوالو په تګ کې یو څه کموالی راغلی دی.
په ورته وخت کې د ترکیې لومړي وزیر احمد داوود پر دغو لوړ پوړو چارواکو ټینګار کړی، چې اروپايي ټولنه باید نور اروپا ته له ویزې پرته د ترکي وګړو د تګ په اړه کړې ژمنه عملي کړي.
داوود اوغلو زیاته کړې، چې ترکیې له اروپايي ټولنې سره د کډوالو په اړه په شوې هوکړه کې خپلې ژمنې عملي کړې او اروپايي ټولنه هم باید د ترکیې غوښتنې، چې د شوې هوکړې برخې جوړوي عملي کړي.
د اروپايي شورا مشر ډونالډ ټوسک او د جرمني لومړۍ وزیرې په ترکیه کې د کډوالو له یو کمپ څخه هم لیدنه وکړه. له دې سره جوخت د جرمني لومړۍ وزیرې بیا په سوریه کې د کډوالو له پاره د یو خوندي ځای جوړول اړین بولي خو ملګرو ملتونو بیا له دغې طرحې سره مخالفت ښودلی دی.
د یادونې وړ ده، چې د اروپايي ټولنې دغو لوړ پوړو چارواکو ترکیې ته د خپل سفر په ترڅ کې د دې هېواد په سوېل ختیځ کې د سوري کډوالو له پاره یو روزنیز مرکز هم پرانیست
https://avapress.com/vdcjvievvuqe8xz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته