دخپریدو نیټه :يکشنبه ۵ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۵۳
د مطلب کود : 125417
بلخي: په پاکستان کې افغان کډوالو ته د اسنادو ورکولو بهیر ګړندی روان دی
تر راتلونکې یوې میاشتې به په پاکستان کې هغو افغان کډوالو ته اسناد ورکړل شي چې غیرې قانوني بلل کیږي.
تر راتلونکې یوې میاشتې به په پاکستان کې هغو افغان کډوالو ته اسناد ورکړل شي چې غیرې قانوني بلل کیږي.
دغه ژمنه د پاکستان د کډوالو چارو وزیر عبدالقادر بلوچ په اسلام اباد کې له خپل افغان همپوړي سید حسین عالمي بلخي سره په لېدنه کې کړې ده.
بلوچ ویلي، چې بې اسناده افغان کډوالو ته اسنادو په ورکول کیدو سره به د هغوي د روزنې ستونزه هم حل شي.
د مالوماتو له مخې اوس په پاکستان کې شاوخوا یونیم میلیون افغان کډوال قانوني اسناد نه لري .
سید حسین عالمي بلخي زیاته کړه:   پرېکړه وشوه چې د پاکستان په هر ایالت کې به یوه کمېټه جوړېږي چې افغان کډوالو ته پېښې ستونزې وڅېړي او ژر تر ژره یې حل کړي څو هغوی ونه ځورېږي
د ښاغلي بلخي په وینا، لږترلږه درې میلیونه افغانان په پاکستان کې اوسي چې یونیم میلیون يې هلته د قانوني اقامت اسناد نه لري.   په پاکستان کې د دې کډوالو د ثبت بهیر روان دی.      
89E952BB-FF6E-45F7-8381-7890FF3AAD95_w1000_r1_s
https://avapress.com/vdcfytdyew6d0ja.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته