دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۳۹
د مطلب کود : 125532
د ناتو سازمان د امریکا بیلوالی به د طالبانو په ګټه وي
اروپا کې د امریکایي ځواکونو جګپوړی قوماندان خبرداری ورکوي چې د ناټو نه د افغانستان بېلوالی به په افغانستان کې د هغوی کړنو باندې اغیز وکړي.

اروپا کې د امریکایي ځواکونو جګپوړی قوماندان خبرداری ورکوي چې د ناټو نه د افغانستان بېلوالی به په افغانستان کې د هغوی کړنو باندې اغیز وکړي.

جنرال کورټیس د خپل هېواد د سنا وسلواو ځواکونو کمیټې ته ویلي چې اوسمهال طالبانو له یو شمېر هېوادونو سره پټې اړیکې ټینګې کړي.

دامریکااوناټوداتحاد دپاشل کېدوپه اړه خبرداري اودافغانستان امنیتي وضعیت باندې یې منفي اغیزې.

اروپاکې دامریکايي ځواکونولوړپوړی قوماندان خبرداری ورکوي چې دناټوله سازمان څخه دامریکابېلوالی به د طالبانوپه ګټه وي اوافغانستان کې به یې دځواکونوکړنې تراغیزلاندې راولي.

زه پردې باوریم چې دامریکااوناټوداتحادپاشل کېدل به افغانستان کې دترهګرۍ پروړاندې دمبارزې په برخه کې ددوی پرکړنواغیزوکړي . په داسې حال کې چې دمګړۍ افغانستان کې دناټوقاطع ملاتړماموریت مشري دامریکالخوا کیږي اواصلي موخه یې دترهګروپروړاندې دمبارزې په برخه کې دافغان امنیتي ځواکونوروزنه اومشوره ده.

بل پلو له ځینوهیوادونوپه تېره روسیې سره دطالبانوداړیکوټینګول، ددغه امریکايي قوماندان داندېښنې لامل شوي اوله امریکاسره یې دناټوپرحیاتي اهمیت ټینګارکړی.

له ځینوهیوادونوپه تیره روسیې سره دطالبانوپټې اړیکې،افغانستان کې ددغوهیوادونودلاسوهنې زمینه برابروي،طالبان اومسکوبه ورڅخه ګټه واخلي اوددغه اتحاددپای ته رسېدوپه صورت کې ، افغانستان کې به ددوی موخې پایلې ونه لري اوافغانستان کې به ددوی دپروګرامونو برخلیک نامشخص پاتې شي.

له دې وړاندې افغانستان په چاروکې دروسیې ځانګړي استازي تاییدکړې وه چې روسیه له طالبانوسره ګډې موخې لري ، خوپه دې وروستیوکې دافغانستان حکومت ټولوهیوادونو خبرداری ورکړی چې افغانستان سره دې اړیکې ددولت له لارې ټینګې کړي اواجازه نه لري له حکومت څخه بهر له نوروډلوسره اړیکې ټینګې کړي .

https://avapress.com/vdcdsk0fxyt0xk6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته