کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سلګونو کسانو نن په ګردېز کې د یوه لاریون پر مهال د امنیت د ټینګښت غوښتنه وکړه

سپوِِزمی رادیو , 7 ثور 1395 ساعت 15:41

سلګونو کسانو نن په پکتيا ولایت کې د یوه لاريون پر مهال د امنيت د ټينګښت غوښتنه وکړه.


سلګونو کسانو نن په پکتيا ولایت کې د یوه لاريون پر مهال د امنيت د ټينګښت غوښتنه وکړه.
لاریونوالو ویل چې په مرکز ګردېز او ولسواليو کې په مرموز ډول د قومي مخورو وژنې زياتې شوې دي.
لاریونوالو پر ځايي دولتي ادارې کلکې نېوکې کولې، چې ګوندې د امنیت په ټینګولو کې پاتې راغلې ده.
پکتیا کې د قومي مشرانو د وژنو په لړ کې څلور ورځې وړاندې هم د اهل تشیع يو قومي مشر او د سولې شورا د ولايتي کمټیې غړی له خپل زوی او ساتونکي سره يو ځای د نامعلومو وسلوالو له لوري و وژل شو.
د دغه ولایت د والي ویاند نقیب احمد اتل سپوږمۍ راډېو ته د ټلیفون پر کرښه وویل، چې ولسمشر اشرف غني هم د یاد قومي مشر پر وژنې خواشیني څرګنده کړې او دوی یې په اړه پلټنې کوي.



د مطلب کود: 125548

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/125548/سلګونو-کسانو-نن-په-ګردېز-کې-د-یوه-لاریون-پر-مهال-امنیت-ټینګښت-غوښتنه-وکړه

آوا
  https://www.avapress.com