دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۸:۱۲
د مطلب کود : 125563
په افغانستان کې له داعش سره مرسته څوک کوي؟ څلورمه برخه. ایا دا د ترګرۍ پر ضد د مبارزې پېښې کول دي؟
په افغانستان کې د داعش د دریځونو په تړاو د خپلې کېسې وروستۍ څلورمه برخه د تاسې پاملرنې ته وړاندې کوي. په افغانستان کې د داعش د دریځونو په کلکولو کې د پاکستان د رول په تړاو هیڅ ډول شکونه نشته.

په افغانستان کې طالبان خپل ټول جنګي مهمات او وسلې د پاکستان له خاورې نه بې له کومه خنډه راوړي، هلته خپلې اډې او روزنیز مرکزونه لري او مشران یې هم له خپلو کورنیو سره یو ځای په پاکستان کې ژوند کوي. دا ټول د دې ویندوی دي، چې پاکستان په افغانستان کې له وسله والو طالبانو سره د مرستو لېوال دی او په دغه کار کې خپلې ګټې لري.

په دې تړاو غیرمستقیم اطلاعات شته، چې په هلمند کې، په تېره بیا د دغه ولایت په جنوبي برخه کې، چې له پاکستان سره ګډه پوله لري، فعالیت کوونکي طالبان له پاکستاني پوځیانو مرستې تر لاسه کوي. څه موده وړاندې د دې پېښې هم ولېدل شوې، چې پاکستاني پوځیان راواووښتل او د افغانستان په خاوره کې څو کیلومتره وړاندې لاړل او هلته یې خپلې تاڼې جوړې کړې.

خو د ډېرې پاملرنې وړ خبره دا نه ده. د ډېرې پاملرنې وړ خبره دا ده، چې له طالبانو څخه رابېل شوي ملا محمد رسول په زابل ولایت کې له خپلې ډلې سره د ملا اخترمحمد منصور د طالبانو پر ضد په ډېرو سختو جنګونو بوخت وو. خو دغو جنګونو ډېر دوام ونه کړ. مقاومت یې ډېر ژر مات شو او لږه موده وروسته ملا محمد رسول پاکستان ته وتښتېد او هلته د ۲۰۱۶ کال د مارچ پر ۲۰ یا ۲۱ د پاکستاني چارواکو له خوا ونېول شو.

د پاکستاني چارواکو له خوا د ملا محمد رسول نېول کېدا ډېره په دې هېښوونکې ده، چې د طالبانو نور مشران په پاکستان کې ژوند کوي او له همغه ځایه د ډېرو کالونو په اوږدو کې په افغانستان کې خپلو وسله والو ډلو ته قوماندې ورکوي او د جنګي عملیاتو کړنلاره ورته جوړوي. خو ملا محمد رسول یې، چې په افغانستان کې د داعشیانو په وړاندې جنګېده، پاکستان ته پر ورتلو سملاسي ونېو. ایا دا له طالبانو او داعش سره د پاکستان ملاتړ نه دی؟

که دا ټول سره یوځای شي، نو ډېر هېښوونکی انځور لاسته راځي. د طالبانو، امریکایانو، افغاني پوځونو او د پاکستاني چارواکو کړنې په ډېر هېښوونکي ډول په یوه ټکي کې سره راټولې شوي دي: او دغه ټکی هرات ولایت ته د داعشیانو راتګ او هلته د خپلو مورچلونو ټینګول او د فعالیت د ساحې پراخول دي. د دې لپاره ټول وس په کار اچول شوی وو، چې داعشیان په افغانستان کې بري ته ورسیږي. او د دغو پېښو تر شا په افغانستان کې د داعش د راپیدا کېدو د مخالفینو د له منځه وړلو د ګډ پلان شتون ښکاري. ټولو لوریو د کار خپله برخه سرته ورسوله: امریکایانو خپل هوایي ځواک ونه کاراوه. طالبانو هغه څوک مات کړل، چې په افغانستان کې د داعشیانو راپیدا کېدل نه غواړي، د افغانستان پوځ د ملا محمد رسول د پلویانو پاتې شونې له منځه یووړل او پاکستاني چارواکو ملا محمد رسول ونېو، او په دې ډل یې په افغانستان کې د داعش په وړاندې مقاومت بې مشره کړ. د دې احتمال ډېر کم دی، چې دغه ټولې پېښې دې تصادفي منځته راغلي وي.

داسې ښکاري، چې داعش په دې ډول په افغانستان کې خپل اغېز پراخوي او په دغه کار کې د ټولو لېوالو لوریو پر مرستو ډډه لګوي. د دې اټکل هم بې بنسټه نه ښکاري، چې دغه پلان به امریکایانو وړاندې کړی وي. ځکه چې دا ټولو ته ښکاره ده، چې په خپله داعش د هغو ډلو ټپلو پر بنسټ جوړ شوی، چې د امریکا استخباراتو جوړې کړي او ملاتړ یې کوي.

د هغه ځای غوراوی هم د همدې پخلی کوي، چې دغه پېښې پکې پېښې شوي دي. دغه ځای د شینډنډ سترې هوایي اډې ته ورڅېرمه پروت دی. په سوریه کې داعشیان د روسیې د هوایي-کیهاني ځواک او د سوریې د پوځ تر سختو ګوزارونو لاندې ماتې خوري، نو ځکه هڅه کوي، چې نسبي بې خطره ځای ته پښې وباسي او تر شینډنډ د بل بې خطره ځای پیدا کول ورته سخت دي. د داعش قوماندانان به په امریکایي الوتکو کې او عادي جګړه ماران به د پاکستان له لارې د افغانستان خاورې ته ورسول شي، او هلته به یې طالبان د هلمند او فراه ولایتونو له لارې شینډنډ ولسوالۍ ته ورسوي. امریکایي الوتکې کولای شي، چې دوی ته وسلې او جنګي مهمات هم ورسوي. ځکه چې دغې اډې ته امریکایي الوتکې تل ډېر زیات مالونه راوړي. وروسته دغه وسلې او مهمات په چورلکو کې ټاکلو سیمو ته وړل کیږي او هلته جګړه مارانو ته سپارل کیږي.

کله چې داعشیان ځواکمن شي، وروسته به دوی د هرات ولایت له جنوبي سیمو شمال ته یووړل شي او هلته به د تورغونډۍ په سیمه کې د افغانستان-ترکمنستان د پولې په اوږدو کې ځای پر ځای کړای شي.

که چېرې دا خبرې ټولې ریښتیا وي، نو موږ د دې منلو ته اړ کیږو، چې په افغانستان کې د ترهګرۍ په وړاندې د امریکا متحدو ایالتونو، ناټو او پاکستان مبارزه هسې یوه ډرامه ده، چې هدف یې په افغانستان او هغه ته په ورڅېرمه پرته پراخه سیمه کې د ډېرو غټو سیاسي موخو د لاسته راوړلو لپاره د داعش د اډو د جال غوړول دي. دې ټولو ته په کتو په ډېره زړورتیا دا خبره کولای شو، چې په افغانستان کې د ترهګرو پر ضد پرېکړوني مبارزه تر اوسه لا پیل شوې هم نه ده.

https://avapress.com/vdch-mnzx23nimd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته