کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اشرف غنی وایی چی د قانون ماتونهاو واسطه پالنه نور د منلو وړ نه ده

کندهار ملی تلویزیون , 9 ثور 1395 ساعت 9:34

په ارګ کې د ثور اتمې یا د پخواني شوروي پر وړاندې د افغانستان د خلکو د جهاد بریا له څلور ویشتمې کلیزې څخه لمانځنه وشوه.


په ارګ کې د ثور اتمې یا د پخواني شوروي پر وړاندې د افغانستان د خلکو د جهاد بریا له څلور ویشتمې کلیزې څخه لمانځنه وشوه.

ولسمشر غني د ثور اتمه د هیوادوالو د برحق جهاد ورځ او حقیقتي میراث بولي او وایی، حکومت ژمن دی څو په راتلونکې کې هم له دغې ورځې څخه په ټول هیواد کې لمانځنه وکړي.

د دغې غونډې یو شمیر ګډونوال د ثور اتمه یو ستر تاریحي بدلون بولي او ټینګار کوي چې د هیواد مجاهدینو وکړای شول د نړۍ یوه ستر ځواک ته ماتې ورکړې.

د پخواني شوروي پر وړاندې د افغانستان د خلکو د جهاد د بریا څلورویشتمه کلیزه؛ ارګ کې ولمانځل شوه.

په دې ځای کې د ملي یووالي حکومت مشران، د افغانستان د خلکو جهاد حق او رښتینی میراث یادوي او ټینګار کوي چې د افغانسانو خلکو له نن نه څلورویشت کاله مخکې په همدې ورځ د نړۍ په کچه پیاوړی ځواک ته ماتې ورکړه.

پر دې سربیره؛ ولسمشر غني د فساد او قانون نه تېښتې پر وړاندې مبارزه هم جهاد یادوي او خبرداری ورکوي چې قانون ماتونه واسطه پالنه او د فساد پر وړاندې مبارزه کې ځنډ ورته نور د منلو نه دي.

بل خوا د ولسمشر دویم مرستیال وايي؛ طالبان د خلقیانو او پرچمیانو وارثین دي او د هماغوی په شان عمل ورسره کوي.

ددې غونډې یو شمېر ګډونوال د سولې، جګړې او ددې ورځې لمانځلو په تړاو بېلابې لیدلوري لري.

له نن نه څلورویشت کاله وړاندې؛ د افغانستان د خلکو جهاد د وخت کمونیستي حکومت پر وړاندې بریالی شوی.

خو دا بریا په خپل ځای پاتې نشوه او د جهادي ډلو ترمنځ سیالۍ په کورنۍ جګړې بدلې شوي چې افغانسان یې ویجاړ کړ.

اوس نو ډېری له همدې امله؛ جهادي مشرانو باندې نیوکې کوي.



د مطلب کود: 125619

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/125619/اشرف-غنی-وایی-چی-د-قانون-ماتونهاو-واسطه-پالنه-نور-منلو-وړ-نه-ده

آوا
  https://www.avapress.com