کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

امنتي چارواکي له غورک ولسوالۍ څخه د کندهار د ناامنه کيدو انديښنې له منځه وړي .

تاتوبی , 9 ثور 1395 ساعت 10:09

د کندهار امنتي مسوولين په دې هڅه کي دي چي دې ولايت ته د طالبانو د ورتګ مخه ونيسي او دا مهال يې د ارزګان او هلمند سره په پرتو سرحدي ولسواليو کي خپله پاملرنه زياته کړې ده .


د کندهار امنتي مسوولين په دې هڅه کي دي چي دې ولايت ته د طالبانو د ورتګ مخه ونيسي او دا مهال يې د ارزګان او هلمند سره په پرتو سرحدي ولسواليو کي خپله پاملرنه زياته کړې ده .

غورک  د کندهار ليري پرته ولسوالي ده چي له لاري يې د کندهار د ناامنه کيدو انديښني سته .

امنيه قوماندان جنرال عبدالرازق او د ۲۰۵ اتل قول اردو قوماندان تورن جنرال داوودشاه وفادار د دې ستراتيژيکي ولسوالۍ د سرحدونو د ساتني په موخه غورک ولسوالۍ ته تللي وه .

د کندهار امنيه قوماندان لوی پاسوال عبدالرازق  وايې چې غورک ولسوالي تر ټولو مهمه ده او که دې ولسوالۍ ته پاملرنه ونه سي کيدای سي طالبان له دې لاري بيا کندهار ناامنه کړي ، نوموړي په ياده ولسوالي کي خبريالانو ته وويل چي په خپل ټول توان يې د دې ولسوالۍ سرحد خوندي کړی دی .

غورک پخوا زياته ناامنه او اوس په امن کي ولسوالي ده .

 دې ولسوالۍ ځايي اوسيدونکي تيرو ناامنيو او ټولنيزو ستونزو سخت ځپلي دي ، دوی وايې چې دولت يې د طالب او طالب يې د دولت سره د تړاو په تور ځوروي ، هغوی له دولته غواړي چي ستونزو ته يې توجه وکړي .

افغان امنتي ځواکونو د غورک د ساتني او خونديتوب دپاره فوځي عمليات هم تر سره کړي دي ، چي پر مهال يې امنتي ځواکونه د دوه ويشت ياغي وسله والو د وژلو خبر ورکوي .



د مطلب کود: 125629

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/125629/امنتي-چارواکي-له-غورک-ولسوالۍ-څخه-د-کندهار-ناامنه-کيدو-انديښنې-منځه-وړي

آوا
  https://www.avapress.com