دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۳۷
د مطلب کود : 125685
هندوستان دملګروملتونو دبایکاټ په فهرست کښې د جیش محمد ډلې دنوم دشاملیدا غوښتنه وکړه .
دهندوستان دپټان کوټ په حملو کښې د مسعود اظهر د لاس دلرلو په هکله پاخه ثبوتونه نشته .
دهندوستان خارجه وزارت پرون وویل د جیش محمد ترهګرې ډلې مشر مسعود اظهر په پنجاب صوبې کښې په پټان کوټ هوایی اډې د څو میاشتې مخکې ترهګرو حملو اصلی مسوول دی او یو ځل بیا یې دملګروملتونو د بایکاټ په فهرست کښې د دغه ډلې او دهغه دمشر د نوم دشاملولو غوښتنه وکړه .

د هندوستان دپنجاب صوبې په پټان کوټ سیمه کښې په هوایی اډې د جیش محمد وهابی ترهګرې ډلې په حملې کښې چې څو میاشتې مخکې شوی وه نهه (۹)کسان وژل شوی او شپږ (۶)حمله کونکی هم مړه شوی وو .

هندوستان دپاکستان جاسوسۍ اداره ایی ایس ایی په دغو حملو کښې له ترهګرو په ملاتړ تورنه کړی وه .

چین تراوسه دوه(۲) ځله د ملګروملتونو د بایکاټ په فهرست کښې د هندوستان دپټان کوټ په هوایی اډې حملې کښې داصلی تورن مسعود اظهر دنوم دشاملیدا مخه نیولی ده .

چین ویلی دی چې دهندوستان دپټان کوټ په حملو کښې د مسعود اظهر د لاس دلرلو په هکله پاخه ثبوتونه نشته .

 
https://avapress.com/vdcc4pqsp2bqie8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته