دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۲۲
د مطلب کود : 125691
پاکستان ته د طالبانو د پلاوی او امریکایی استازی په یووخت سفر د سولې یا دوکې لپاره ؟

. اولسن همداراز زیاته کړه طالبانو له افغان دولت سره د سولې په پروسه کې له ګډونه ډډه کړی ده او باید د دغه کار پایلې ووینی . ده همدراز جوته کړه له پاکستانه په ځلونو غوښتل شوی دی چی حقانی شبکه د افغانستان لپاره یو ګواښ حسابیږی نو ځکه پرې حملې وکړی . اولسن اعتراف وکړ چی پاکستان د هغو ترهه ګرو ډلو پرضد ګاونډیان ګواښی کوم اقدامات ندی کړی خو هغوترهه ګرو ډلوپرضد چی پاکستان لپاره ګواښ حسابیږی جدی اقدامات کړی دی . خو ښاغلی اولسن په عین حال کې چی په پاکستان یې له ترهه ګرۍ سره په مبارزه کې نیوکه کوله ، دغه هیواد لپاره له کنګرې د مالی مرستې غوښتنه هم وکړه او ویې ویل باید له اسلام اباد سره مالی مرسته وشی ځکه چی له ترهه ګرۍ سره په مبارزه کې د امریکا سټراټیجیک متحد دی . له بلې خوا د امریکا د پارلیمان یوه بل استازی ښاغلی جنتن کار پینتر د طالبانو له پلاوی سره په یو وخت پاکستان ته سفر کړی دی چی دغه سفر دغه ګومانونه راپارولی دی چی ممکنه ده اسلام اباد ته د طالبانو د پلاوی او امریکایی استازی سفر په خپأو کې ارتباط ولرلې شی . د ویلو ده چی د قطر له دفتره د طالبانو پلاوی سفر د کابل له وروستۍ ترهه ګرې حملې وروسته افغان دولت پاکستان په نسبت خپله بې باوری اعلان کړه او اشرف غنی او عبد ا... عبد ا... په خپل کابو دوه کلن حکومت کې د لومړی ځل لپاره پاکستان وګواښه چی که د طالبانو له ملاتړه لاس وانخلی او په هغو ژمنو چی په څلور اړخیزو غونډو کې یې کړی ، عمل ونکړی نو د ملګرو ملتو امنیت شورا ته به مراجعه وکړی . او هغه جنایتکاران چی په افغانستان کې جنایتونه کوی د افغانستان له پولو بهر هم تعقیب کړی . اوس دا پوښتنه مطرح ده چی اسلام اباد ته د افغان طالبانو پلاوی سفر په کوم هدف ترسره شوی دی ؟ایا دا سفر د هغو دباونو د کمولو په لړ کې شوی دی چی په اسلام اباد اچول شوی دی ؟یا دې ځل خبره جدی ده ؟

که څه هم طالبانو ویلی دی چی د پلاوی سفر یې له پاکستانی چارواکو سره د سرحدی ، د مهاجرینو د مشکلاتو او طالب بندیانو د مسلو د جاج لپاره ترسره شوی دی . تهران راډیو په دې هکله د افغانستان د پارلیمان د استازی ښاغلی ګل باچا مجیدی نظر وپوښته چی هغه د دې پوښتنې په ځواب کې په پاکستان او امریکا د سختې نیوکې په ترڅ کې وویل که دغو دواړو هیوادونو غوښتلې نو افغان جنګ به دومره نه اوږدیده . هغه اسلام اباد ته د طالب پلاوی د سفر په هکله وویل پاکستان له افغانستانه سټراټیجیکې غوښتنې لری چی کابل دولت یې باید ومنی او دا غوښتنې په څلور اړخیزو غونډو کې هم مطرح کیدلې چی پکې د ډیورینډ کرښې په رسمیت پیژندل ، په افغانستان کې د هند د نفوذ کمول ته اشاره کولې شو . د مجیدی په وینا د دغو غوښتنو د منلو لپاره په افغانستان کې دغه وژلې کیږی . هغه همداراز طالبان په څو ډلو وویشل او ویې ویل چی د قطر دفتر او ملا رسول ډله د پاکستان او په افغانستان کې د جنګ مخالف دی . هغه د ملا منصور ډله بلکې ملامنصور د پاکستان د ای ایس ای کس وباله او زیاته یې کړه چی اکثره افغان طالبان نور له جنګه ستړی شوی دی او نه غواړی چی جنګ ته دوام ورکړی بلکې یوازې د ملا منصور ډله د پاکستان د استخباراتو په مرسته په افغانستان کې جنګ ته دوام ورکوی . هغه ادعا وکړه چی د پاکستان استخباراتی او ملیشاو ځواکونه د طالبانو تر پوښښ لاندې په ملا منصور ډله کې فعالیت کوی . د افغانستان د پارلیمان دغه استازی د ریچرډ اولسن د څرګندونو په اړه هم وویل دغه ډول څرګندونې یوازې په امریکا کې د عمومی افکارو د غولولو لپاره کیږی . د مجیدی په وینا که امریکا په ریښتیا غوښتلې چی په افغانستان کې جنګ ختم شی نو ۱۵ کاله به دغه جنګ دوام نه درلوده ، ځکه چی په ډیرې اسانۍ سره یې پاکستان د جنګ له دوامه منع کولې شو خو د خپلو سیمه ایزو هدفونو لپاره نه غواړی چی دغه جنګ پاې ته ورسی . ښاغلی مجیدی روسیې ته د افغانستان د دفاع وزارت د سرپرست معصوم ستانکزی سفر ته د اشارې په ترڅ کې وویل هغه تړون چی کابل او ماسکو ترمینځ د افغان عسکرو د روزولو او سنبالولو او په ټول کې له ترهه ګرۍ سره د جنګ په زمینه کې شوی ده ، ښه کار دې او هغه پوځی مرستې چی روسیې یې له افغانستان سره د کولو ژمنه کړی ده ، په حقیقت کې پخپله د روسیې په ګټه دی ځکه چی د افغانستان د جنګ هدف پخپله روسیه هم ده چی باید په افغانستان کې ودرول شی .


https://avapress.com/vdcjhievvuqe8mz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته