دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۷:۴۸
د مطلب کود : 125720
کابل اواسلام اباد کې د څلوراړخیزو غونډو له ماتې وروسته ، اوس روسیه حاضرشوې، څو د افغانستان د سولې لپاره نوې طرحه جوړه کړي.
دافغانستان په چاروکې دروسیې استازی وایي چې هیوادیې چمتودی، دافغانستان له حکومت سره دسولې په خبروکې مرسته وکړي .

دافغانستان په چاروکې دروسیې استازی وایي چې هیوادیې چمتودی، دافغانستان له حکومت سره دسولې په خبروکې مرسته وکړي .

که چېرې دافغانستان په ګډون دټولو هیوادونو د ګټو درناوی وشي،روسیه چمتوده ،څو دافغانستان دسولې له خبروسره یوځای شي .

اوسنۍ څلور اړخیزې خبرې بې پایلې دي او مسکو چمتو دی څو نوې خبرې له نوې طرحې سره سره پيل کړي.

دامریکادبهرنیوچارو وزارت دسولې په خبروکې دبرخې اخیستوپه موخه دروسیې دچمتوالي هرکلی کړی اوټینګاریې کړی چې روسیه باید له څلوراړخیزې ډلې سره دافغانستان دسولې په خبروکې ډیره مرسته وکړي.

واشنګټن دافغانستان دسیاسي مسایل په حل اوفصل کې دسولې په څلوراړخیزوخبروله یوځای کېدوسره دروسیې له برخې اخیستوهرکلی کوي.

موږ ټول هیوادونه چې افغانستان اوسیمه کې دسولې اوثبات درامنځ ته کولوپه برخه کې مثبته ونډه اخلي ، مرستې ته رابولو.

په همدې حال کې دپاکستان ددفاع وزیر هم سیمه کې دسولې دټینګولوپه موخه دروسیې ونډه مهمه بولي اووايي چې هیوادیې دسولې په خبروکې دروسیې دبرخې اخیستوهرکلی کوي.

ارګ هم په یوډول دسولې دخبروپه برخه کې دروسیې دچمتوالي هرکلی کوي.

خوسیاسي شنوونکي بیا په دې اړه بل ډول لیدلوری لري .

دامریکادبهرنیوچارو وزارت، ددغوخبرودبیاپیل کولوپه برخه کې دپاکستان ونډه اغیزمنه بولي.

زموږ تګلاره کې بدلون نه ده راغلی اوموږ دافغانستان دولت په مشرۍ دسولې دخبروبهیر ملاتړکوو.

موږ دسولې دخبرودبهیردپیل په موخه دپاکستان دهڅوستاینه اوملاتړکوو.

په ظاهره روسیه دترهګروډلو په تېره طالبانواوداعش دګواښونوزیاتوالي له امله اندېښنه لري.

د سولې خبرو ته د طالبانو دراکاږلو په برخه کې د روسیې چمتوالی په داسې حال کې دی چې له دې وړاندې دافغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ویلي وو چې هیواد ېې د داعش پروړاندې د مبارزې په برخه کې له طالبانوسره ورته نظراو له دغې ډلې سره ګډې ګټې لري.

https://avapress.com/vdccipqsx2bqim8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته