دخپریدو نیټه :شنبه ۱۱ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۷:۴۹
د مطلب کود : 125721
هیواد امنیتي چارواکي وایي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو ګډو عملیاتو پایله کې په ۱۴ ولایتونو کې ۶۰ طالب وسلوال وژل شوي.
ویل کیږي چې یوازې ۴۰ طالب وسلوال د کندوز په چهاردرې ولسوالې کې وژل شوي.

هیواد امنیتي چارواکي وایي، په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د افغان امنیتي ځواکونو ګډو عملیاتو پایله کې په ۱۴ ولایتونو کې ۶۰ طالب وسلوال وژل شوي.

ویل کیږي چې یوازې ۴۰ طالب وسلوال د کندوز په چهاردرې ولسوالې کې وژل شوي.

هیواد امنیتي چارواکي وايي، د چهاردرې ولسولې په بشپړ ډول د طالبانو له شتون څخه پاکه شوې ده.

تیره ورځ ولسمشر غني په یو ویدیوي کنفرانس کې د هیواد ټولو ولایتي شورا چارواکو ته، د هیواد په ۴۲ سیمو کې د طالبانو د ماتې خبر ورکړ.

کندوز هغه ولایت چې ویل کیدل د طالبانو په هدېرې به بدل شي.

هیواد امنیتي چارواکي وايي، کندوز په چهار درې ولسوالۍ کې په تیرو څلور ویشت ساعتونو کې۴۰ طالبان وژل شوي او ۵۰ نور ټپیان دي.

رپوټونه وايي چې طالبانو دکندوز په شپږو ولسوالیو کې له سختې ماتې سره مخ شوي دي.

د کندوز دشت ارچي ولسوالې له هغو ولسوالیو څخه شمیرل کیږي چې هیواد امنیتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ سختې جګړې تجربه کړي دي.

خو لیدل کیږي چې د جګړې په ډګر کې د امنیتي ځواکونو وسلې او مهمات سم کار نه کوي.

ویل کیږي چې وروسته له دغو عملیاتو د کندوز دشت ارچي ولسوالۍ ډيرې سیمې د هیواد امنیتي ځواکونو په ولکه کې دي.

طالبانو کلک سنګرونه جوړ کړي وو، دغه سنګرونه د جنګي الوتکو د بمونو په واسطه ویجاړ شو، خو هیواد امنیتي ځواکونه د طالبانو ټول سنګرونه ویجاړوي، ترڅو هغوي بیا ځلي ځای پرځای نشي.

کله چې طالبان خپل سنګرونو پریښودو ته اړ شو، ټوله لار چې دغو سنګرونو ته وصل وه ماینونه يي ځای پرځای کړي وو، چې د امنیتي ځواکونو عملیات يي له ستونزو سره مخ کړي دي.

د هیواد شمال کې چې د طالبانو او امنیتي ځواکونو ترمنځ دوامداره نښتو، یاد ولایت ډيرې اوسیدونکي خپلو کورونو پریښودو ته اړ شو، امن ځایونو کې ځان ځای پرځای کړی.

داسې ښکاري چې روان لمریز کال د جګړو له کبله کرونګرو ته هم زیان اوښتې دي.

کندوز د هیواد له هغو شمالي ولایتونو څخه شمیرل کیږي چې تیر کال يي د طالبانو لاسته سقوط وکړ او همدا اوس هم د طالبانو او امنیتي ځواکونو د جکړې شاهد دی.


https://avapress.com/vdcdxk0ffyt0x56.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته