کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

سرور دانش:

حکومت په ټاکنیز نظام کې د اصلاحاتو راوستو لپاره ژمن دی

خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 13 ثور 1395 ساعت 11:39

د ولسمشر دویم مرستیال له ولسي جرګې غواړي چې ژر تر ژره دې ټاکنیز نطام کې د اصلاح په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان د رایو لپاره د جرګې په اجنډا کې ځای کړي.


د ولسمشر دویم مرستیال له ولسي جرګې غواړي چې ژر تر ژره دې ټاکنیز نطام کې د اصلاح په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان د رایو لپاره د جرګې په اجنډا کې ځای کړي.
د ولسمشر دویم مرستیال وایي حکومت په ټاکنیز نظام کې د اصلاحاتو راوستو لپاره ژمن دی.
په ورته وخت کې د ولسي جرګې مشر وايي چې دوی به ډېر ژر د ولسمشر دغه تقنیني فرمان د جرګې په اجنډا کې ځای کړي.
دټاکنیزنظام اصلاح ، د ملي یووالي حکومت دجوړېدو دهوکړې اساسي برخه جوړوي اوحکومت هم مکلف دی څودهوکړې دغه مهمه برخه عملي کړي .
خوددغه بندعملي کېدل حکومت لپاره په یوه جنجالي بحث بدل شوي .
سره له دې چې حکومت تل دټاکنیزنظام په اصلاح ټینګارکوي ، خودډیروپه باور، حکومت په دې برخه کې تراوسه ناکامه دی .
اوس حکومت دټاکنیزواصلاحاتوپه برخه کې خپلې هڅې جدي کړې .
قپه ظاهره ولسي جرګه ،دولسمشردتقنیني فرمان درای ګیرۍ اود ټاکنود برخلیک روښانه کېدوته هیله منه ده.
بل پلو ، پارلماني چاروکې ددولت وزیر ددولت ددرې ګونوقواووترمنځ داړیکوپیاوړتیادهیوادپه بیلابیلوبرخوکې داصلاحاتوراوستوپه موخه حیاتي بولي.
داټول په داسې حال کې دي چې پارلماني چاروکې ددولت وزارت نوې ودانۍ ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه .
یاده شوې ودانۍ چې اتوپوړونوکې اودسل میلیون افغانیوپه لګښت سره دیونیم کال په ترڅ کې جوړه شوې.


د مطلب کود: 125782

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/125782/حکومت-په-ټاکنیز-نظام-کې-د-اصلاحاتو-راوستو-لپاره-ژمن-دی

آوا
  https://www.avapress.com