کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

اقتصادي عالي شورا د کورنیو صنایعو د تعرفو کړنلاره تصویب کړه

خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 14 ثور 1395 ساعت 15:03

د دغې کړنلارې له مخې د کورنیو اومه موادو حاصلاتو ګمرکي تعرفي معاف کیږي.


د دغې کړنلارې له مخې د کورنیو اومه موادو حاصلاتو ګمرکي تعرفي معاف کیږي.

دغه کړنلاره دیارلس مادې لري او موخه یې د کورنیو فابریکو ملاتړ او د پانګونې ته هڅونه یاده شوې.

د سوداګریو او صنایعو خونه وايي د ملي یووالي د حکومت دغه کړنه؛ د هېواد اقتصاد ځان بساینې په برخه کې ګټوره ده.

له دې وروسته ؛ هغه صنعتګرچې اوومه مواد دتولیدپه موخه هیوادته واردوي، حکومت ورڅخه محصول نه اخلي.

دا دهغې تګلارې یوه برخه ده چې ولسمشرغني په اقتصادي عالي شوراکې تصویب کړې

له کورنیوفابریکو ملاتړ، ددولت دعوایدو دتیښتې مخنیوی، دکورنیوتولیداتووده، دوارداتوکموالی،دصادراتوزیاتوالی اودپانګونې هڅونه ، دکورنیوصنایعودملاتړیزې تعرفې دتګلارې دتصویب مهمې موخې دي.

ددغې تګلارې په عملي کولوسره ،تمه کیږي چې کورني تولیدات دبل هروخت په پرتله ښه وده ولري.

۱ــ د دغې تګلارې له مخې ټول هغه ماشینونه چې په تولیدي فابریکو کې نصبیږي اوحداقل ترپنځوکلونو پورې دتولید وړتیا لري، هیوادته دواردېدو سره د صفرتعرفې تابع دي.

۲ــ اوومه مواد چې په تولیدي فابریکو کې صرف داوومه موادو په توګه ورڅخه کاراخیستل کیږي، د کارونې نور موارد نه لري.

۳ــ دواردشویو توکو فیصدي چې دوه اعشاریه پنځه او درې اعشاریه پنځه سلنې او له هغې زیاتې ګمرکي تعرفې سره وي ، د دغې کړنلارې څلورمې مادې لومړي برخې د یوسلنه ګمرکي محصول تابع دي .

۴ــ دواردشویو توکو د فیصدي محصول چې د پنځه سلنه او یاهم له هغې زیاتې ګمرکي تعرفې اړوندوي د دغې کړنلارې څلورمې مادې دویمې برخې له مخې، د ګمرکي محصول دوه نیم سلنه تابع دي .

له دغې کړنلارې سره، فابریکه لروونکي کولی شي چې د ګاونډیو ولایتونو د ورته توکو پروړاندې سیالي وکړي.

د کورنیو صنایع د ملاتړیزې تعرفې د کړنلارې په یوه برخه کې ټینګارشوی چې د میوې په فصل کې به په بهرنیو میوو ګمرکي تعرفې زیاتیږي.


د مطلب کود: 125835

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/125835/اقتصادي-عالي-شورا-د-کورنیو-صنایعو-تعرفو-کړنلاره-تصویب-کړه

آوا
  https://www.avapress.com