دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۵:۱۵
د مطلب کود : 125837
باز محمد مبارز د خپل روسي سیال سره د سیالۍ په موخه مسکو ته لاړ
د افغانستان د فري فایټ اتل، باز محمد مبارز نن( دوشنبه) د خپل روسي سیال سره د سیالۍ لپاره مسکو ته لاړ.

د افغانستان د فري فایټ اتل، باز محمد مبارز نن( دوشنبه) د خپل روسي سیال سره د سیالۍ لپاره مسکو ته لاړ.

تمه ده چې ښاغلي مبارز د روان میلادي میاشتې په اتمه د روسیې مسکو ښار کې د خپل ځواکمن سیال مکسیم کتکوف سره سیالۍ وکړي.

یک ټلویزیون د دغې سیالۍ د ژوندۍ خپورولو مسوولیت په غاړه لري.

مبارز د روسي اتلانو په ګونډو کولو تجربه لري؛ خو هغه ویلي چې دا ځل به په یوې نوې طریقې سره د سیالۍ ډګر ته راووځي.

د ښاغلي مبارز روزونکی عبدالواسع قیومي ویلي چې هغه له یوې میاشتې راهیسې د کورنیو او بهرنیو روزونکو له لورې تمرین لیدلی.

د هغه په وینا، ښاغلي مبارز د تایلند په پوکت ښار کې د نړۍ له پیاوړو مبارزانو سره دوستانه لوبې کړي او د مې میاشتې د اتمې لپاره ښه چمتووالی لري.

باز محمد مبارز د افغانستان د سپورټ نړۍ له ځلاندو ستورو دی چې په نړیواله کچه لاسته راوړنې لري.

د هیواد دغه اتل په دې وروستیو کې د ولسمشر غني او ځینې نورو بنسټونو له لورې په عالي مډالونو و نازول شو.

تیر میلادي کال مبارز د نړۍ د ځواکمنو ازادو مبارزانو( فري فایټرانو) کې ځای پيداکړ او وروسته وتوانید چې له دې درې کسانو څخه لومړی مقام ترلاسه کړي.

هغه دغه مقام یې د رای ګیرۍ پر اساس د" ای سي بي" له بنسټ څخه لاسته راوړ چې په دغه رای ګیرۍ کې د نړۍ ۳۰ مخور ورزشکاران د فري فایټ په برخه کې د ۴۵۰ کسانو نه ټاکل شوي وو او له هغوی څخه درې کسان د رای ګیرۍ ته وړاندې شول.

https://avapress.com/vdcbfsb8zrhb5wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته