دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۵:۴۷
د مطلب کود : 125840
کندهار کې د طالبانو نومول شوی والي وژل شوی
کندهار ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي او مرستیال یې وژل شوي.

کندهار ولایت لپاره د طالبانو نومول شوی والي او مرستیال یې وژل شوي.

د کندهار سیمییز چارواکي وايي ؛ د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په پایله کې ددغو دوه طالب چارواکو په ګډون ددې ډلې پنځه څلویښت نور غړي هم وژل شوي.

د کندهار امنیه قوماندانۍ ویاند وايي دغه عملیات د تېرې اوونۍ راهیسې د کندهار ـ ترینکوټ لویې لارې په اوږدو کې پیل شوي چې لاهم دوام لري.

له بلې خوا د هیواد زابل ولایت څخه رپوټونه وايي، تیره شپه د امنیتي ځواکونو او طالبانو نښتو پایله کې اوه طالب وسلوال وژل شوي او درې نور تپیان شوي.

په ورته وخت کې دفاع وزارت ټپنګار کوي، طالبانو پرله پسې ماتو سره کمزوري شوي.

څه موده وړاندې امنیتي ځواکونو د هیواد ننګرهار او کندوز ولایتونو کې طالبانو درنه مرګ ژوبله اړولی وه.

https://avapress.com/vdcfjtdyxw6d0ca.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته