دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۲۲
د مطلب کود : 125864
طالبان دوه ډلې کېدو؛ د افغانستان د سولې بهیر ستونزمن کړی
افغانستان کې وضعیت ډیرپيچلی دی ځکه پاکستان وايي چې افغانستان کې دهنددنفوذپه اړه اندېښمن دي.

نیویارک کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر یو غړی وايي ؛ د طالبان دوه ډلې کېدو او خپل منځي اختلاف د سولې خبرې ټکنې کړي.

د ملګرو ملتونو دا سیاسي چارواکی زیاتوي د افغانستان د سولې خبرو بهیر کې بله ستونزه ، دې هېواد کې د هند فعالیت په اړه د پاکستان منفي لیدلور دی.

ملګري ملتونه وایي چې دطالبانوترمنځ اختلافونه اوددغې ډلې وېشل کېدل ، افغانستان کې دسولې خبرو بهیرپیچلی کړی.

افغانستان کې وضعیت ډیرپيچلی دی ځکه پاکستان وايي چې افغانستان کې دهنددنفوذپه اړه اندېښمن دي.

افغانستان وایي چې دسولې خبروکې دکابل لوری پاکستان دی، خوزماپه نظرله یوې کره ارزونې پرته به داډیره ستونزمنه وي چې وکړای شو، دغه هیوادکې سولېته ورسیږو ، ځکه دمګړۍ دنوروستونزوپه خواکې ، افغانستان کې دطالبانودوه ډلې کېدوسولې ته رسېدل پیچلي کړي.

بل پلو دغه غونډه کې ټینګارشوی چې طالبانوته دبلنې ورکولوپرځای دې باید دامنیتي ځواکونو ظرفیت لوړکړای شي.

دکورنیوچارو پخواني وزیرعلي احمدجلالي چې دغونډې یوبرخوال وو، ټینګاریې کړی چې باید افغانستان کې دطالبانودترهګربزوفعالیتونوزمینه محدوده شي.

په دوه زراولومړي کال کې طالبان له واک څخه لرې شول ، خوماتې یې ونه خوړه.دمګړۍ طالبانوته ښه زمینه برابره شوې چې دسولې په خبروکې ونډه واخلي اوله دې پرته باید دافغانستان دولت دخبرومیزته دطالبانودراکاږلوپه برخه کې هڅه وکړي . دافغانستان دولت اونړیوالې ټولنې لومړیتوب دادی چې دامنیتي ځواکونوظرفیت لوړکړي ، څوطالبان خبروته اړشي.

کاناډاکې دافغانستان پخوانی سفیرعمرصمد هم دغه غونډه کې له افغانستان څه دامریکااوږدمهاله ملاتړحیاتي بولي اوخبرداری ورکوي چې باید افغانستان کې دتېروپنځلسوکلونولاسته راوړنې ضایع نشي.

دغه مسله ډیره مهمه ده د امریکامتحده ایالات اونړېواله ټولنه طالبانواوهغوکسانوته چې ددغې ډلې ملاتړکوي ، قوي پیغام ورکړي چې موږ دافغانستان دخلکوپه خواکې یو، دغه راز پرطالبانواوملاتړویې فشارراوړل شي .

خوله دې سره ، دغونډې برخوالوافغانستان کې دداعش فعالیت اوشتون ګواښ بولي اوټینګارکوي چې داعش نشي کولی ددغه هیوادراتلونکې لپاره په جدي ګواښ بدل شي . هغه څه چې علي احمدجلالي هم ورباندې ټینګارکوي چې داعش داسې حالت کې نه دی چې وکړای شي دافغانستان کې وضعیت کې بدلون راولي.


https://avapress.com/vdcb0sb8arhb5wp.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته