دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۲۹
د مطلب کود : 125867
محقق: بریښنا لېږد د بامیانو له لارې سالنګ لارې ته بدلول ښکاره زور دی
د اجرایي ریاست دویم مرستیال محمد محقق وايي د ترکمنستانه د وارد شوې بریښنا لېږد د بامیانو له لارې سالنګ لارې ته بدلول ښکاره زور او تبعیض دی.

د اجرایي ریاست دویم مرستیال محمد محقق وايي د ترکمنستانه د وارد شوې بریښنا لېږد د بامیانو له لارې سالنګ لارې ته بدلول ښکاره زور او تبعیض دی.

ښاغلی محقق وایي د کابینې ددې پریکړې په غبرګون کې د خلکو له اعتراضونو ملاتړ کوي.

بل خوا یو شمېر مدني بنسټونو حکومت ته تر پنجشنبې ورځې وخت ورکړی چې په دې پریکړې دې له سره کتنه وکړي.

خو د اوبو او بریښنا وزارت ټینګار کوي چې د سالنګ له لارې د ترکمنستان د پنځه سوه کیلوواټه بریښنا لېږد باندې د بامیانو د لارې په پرتله کم لګښت راځي.

دتیرې شنبې په ورځ کابینې پریکړه وکړه چې دترکمنستان پنځه سوه کیلوواټه برېښنامزي دې دسالنګ له لارې کابل ته ولیږدول شي.

په داسې حال کې چې له دې وړاندې فیشنر الماني شرکت چې ددغې پروژې دڅیړلومسولیت یې درلود،دبامیانومسیریې دوخت ،مالي اوامنیتي پلوه مناسب بللی وو.

داجرايي ریاست دویم مرستیال دکابینې دغه کاردمرکزي سیموپروړاندې زور ګويي اوښکاره تبعیض بولي اوهغه نه مني .

محمدمحقق وايي چې ددغې غیرعادلانه پریکړې پروړاندې دخلکودمدني حرکتونو ملاتړکوي.

دلته هم دمدني ټولنو، دولسي جرګې اوسیاسي ګوندونویوشمیراستازي راټول او ټینګارکوي چې حکومت دالماني فیشنرشرکت دوړاندیزخلاف ، په تبعیض ډول عمل کړی.

دوی دملي یووالي حکومت ته وخت ورکړی څوپردغې پریکړې بیاکتنه وکړي.

خوددغوخبرداریوسربیره ، داوبواوانرژۍ وزیردلته راغلی اوټینګارکوي چې دسالنګ مسیرهم دوخت اوهم دلګښت له پلوه ،دبامیانو په پرتله مناسب دی اودبرېښناستنې به دسالنګ له لارې کابل ته لیږدول کیږي .

ددغه پروګرام له مخې ، ټاکل شوې دترکمنستان پنځه سوه کیلوواټه برېښنا کابل ته ولیږدول شي.


https://avapress.com/vdcepn8zfjh8wvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته