دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۳۴
د مطلب کود : 125876
دوستم:د ټوټاپ پروژې پرسراختلاف دې په خبرو حل شي
د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم له هزاره او نورو سیاسي مشرانو څخه وغوښتل، چې د ټوټاپ په نوم د بریښنا د پروژې پر سراختلافات زر په خبرو حل او له دې اړخه د سیاسي بې ثباتۍ د ایجاد مخه ونیسي .

د ولسمشر لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم له هزاره او نورو سیاسي مشرانو څخه وغوښتل، چې د ټوټاپ په نوم د بریښنا د پروژې پر سراختلافات ژیر په خبرو حل او له دې اړخه د سیاسي بې ثباتۍ د ایجاد مخه ونیسي .

د دوستم مطبوعاتي دفتر په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې لیکلي، چې د هېواد حساسو حالاتو ته کتو سره د دې پروژې په نوم د عامه ذهنیت مغشوشول نه دي په کار .

دوستم دا غوښتنه په داسې حال کې کړې، چې افغان کابینې پریکړه کړې د ټوټاپ په نوم د بریښنا دغه پروژه له یوه ګاونډي هېواد څخه د سالنګ له لارې وغځول شي، خو یو شمېر هزاره سیاسي مشرانو د ولسمشر د دویم مرستیال سرور دانش په نوم د دې پلان مخالفت کړی .

دا پروژه ۵۰۰ میګاواټه بریښنا هېواد ته را لېږدوي .


https://avapress.com/vdcefn8zpjh8wvi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته