دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۴۸
د مطلب کود : 125880
پاکستان: د ملامنصور ډله به بیرته د سولې خبرو ته راوګرځي
کارپوهان او مدني فعالان وايي، چې افغان حکومت باید نور د پاکستان فریب ونه خوري، ځکه دا هېواد د تېر په شان پر طالبانو واک نلري او اوس مهال د طالبانو د ځواکمنو ډلو واک له روسیې سره دی.
د طالبانو واک له پاکستان او که له روسیې سره دی؟
پاکستاني رسنیو په وروستیو کې ویلي دي چې د ملا اختر محمد منصور په مشرۍ د طالبانو ډله به د افغانستان د سولې له بهیر سره یوځای شي.
ایکسپرس ټرېوبیون ورځپاڼې د سرچینو په حواله لیکلي، چې د طالبانو د قطر دفتر پلاوي پاکستان ته د خپل سفر پر مهال د افغان سولې پروسې بیا پېلېدو ته لېوالتیا ښودلې.
د طالبانو د قطر دفتر درې کسیز پلاوی تېره اونۍ پاکستان ته په سفر ولاړ.
که څه هم طالبانو ویلي وو، چې د دوی پلاوی پاکستان ته د افغان کډوالو او ډېورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د رامنځته شویو ستونزو پر سر د خبرو اترو په موخه تللی، خو اکسپرس ټرېبیون لیکلي، چې هغوی د دغه سفر پر مهال د افغان سولې پروسې ته د راګرځېدو په اړه لېوالتیا څرګنده کړه.
د طالبانو د قطر دفتر پلاوي پاکستان ته د خپل سفر پر مهال د افغان سولې پروسې بیا پېلېدو ته لېوالتیا ښودلې.
ورځپاڼې د خپلو سرچینو په حواله ادعا کړې، چې طالبانو د سولې پروسې تر پېلولو وړاندې د خپلو یو شمېر بندي غړو د خوشې کولو غوښتنه هم کړې ده.
کارپوهان او مدني فعالان وايي، چې افغان حکومت باید نور د پاکستان فریب ونه خوري، ځکه دا هېواد د تېر په شان پر طالبانو واک نلري او اوس مهال د طالبانو د ځواکمنو ډلو واک له روسیې سره دی.
بل پلو دغه کارپوهان ټینګار کوي چې افغانستان باید له پاکستان سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې پرې کړي. د برجسته رجال پر لسم ریاست تر خونړي برید وروسته، د افغانستان حکومت په جګړه او سوله کې د پاکستان او طالبانو لاره مشخصه کړه او په تېرو څو ورځو کې طالبانو په افغانستان کې سخت زیان ولید، پاکستان یوځل بیا کوښښ کړی چې د افغانستان جګړه مدیریت کړي.
کارپوهان: افغان حکومت باید نور د پاکستان فریب ونه خوري، ځکه دا هېواد د تېر په شان پر طالبانو واک نلري او اوس مهال د طالبانو د ځواکمنو ډلو واک له روسیې سره دی.ک
باورونه دادي چې پاکستان د افغانستان له سولې او جګړې څخه ونډه غواړي، او دا د حکومت کار دی چې دې هېواد ته د سولې په بهیر کې څومره ونډه ورکوي.
کارپوهان او مدني فعالان وايي، چې افغان حکومت باید نور د پاکستان فریب ونه خوري او ټینګار کوي چې افغانستان باید له پاکستان سره خپلې ډیپلوماټیکې اړیکې پرې کړي.
ویل کېږي چې پاکستان په تېرو څو کلونو کې افغانستان غولولی دی او تل يې هڅه کړې ده چې افغانستان د سولې خبرو په پلمه بوخت وساتي او په دې هېواد کې ترهګرې ډلې په تېره طالبان تجهیز کړي.
https://avapress.com/vdcjoievyuqe8oz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته