دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۵ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۵۳
د مطلب کود : 125881
القاعده په افغانستان کې د بیا ځواکمنېدو په حال کې ده
د امریکا د استخباراتي سازمان مشر ویلي دي، چې په القاعده پورې تړلي کسان لاهم په افغانستان کې فعالیت لري، خو په دې هېواد کې د داعش شتون له دوی سره مبارزه ستونزمنه کړې ده. له دې سره یوشمېر کارپوهان که څه هم په افغانستان کې د القاعده ډلې شتون تاییدوي، خو د دې ډلې حضور په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې لپاره د امریکا د دوه ګوني سیاست لوبه بولي. د القاعده ډلې د پخواني مشر اسامه بن لادن د وژل کېدو له پنځمې کلیزې سره یوځل بیا په افغانستان کې د دې ډلې د ځواکمنېدو په تړاو اندېښنې رامنځ ته شوې دي. دې ډلې چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شتون ته لار هواره کړه، اوس هم په دې هېواد کې د ځواکمنېدو په حال کې ده.
پنځه کاله وړاندې د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن د امریکا د ځانګړو ځواکونو له لوري د پاکستان په ایبټ آباد کې د دې هېواد یوې پوځي اکاډمۍ ته نژدې ووژل شو چې تر لنډې مودې وروسته د هغه مرستیال ایمن الظواهري د هغه ځای ناستی شو. راپورونه وايي، چې تر ۲۰۱۵ کال وړاندې د کندهار په ښورابک ولسوالۍ کې له ۵۰ څخه تر ۱۰۰ تنو پورې د القاعده ډلې غړیو شتون درلود، خو په دې مرکز کې د امریکا تر برید وروسته دوی ټول ووژل شول.
د امریکا د استخباراتي سازمان مشر: ((موږ د القاعده ډلې لویه برخه له منځه یوړه. خو دا ډله په بشپړه توګه له منځه نه ده تللې. په دې هکله باید ډېر پام وشي، چې څه ډول کولی شو القاعده ډله په بشپړه توګه له منځه یوسو.)) دا په داسې حال کې ده چې تر دې مخکې ولسمشر او د ملي دفاع وزارت سرپرست هم په افغانستان کې د القاعده ډلې د شتون په هکله اندېښنه ښودلې وه او ویلي یې وو، کله چې افغان حکومت خپل پام داعش ته ورواړوه، نو القاعده ډلې له فرصت څخه ګټه پورته کړه او ځان يې بېرته په پښو ودروه. خو پوښتنه دلته ده چې ولې په افغانستان کې د امریکا په څېر د یوه ځواکمن هېواد او نړیوالې ټولنې له شتون سره بیا هم دا ډله بېرته ځواکمنه شوه.
د القاعده ډلې د پخواني مشر اسامه بن لادن د وژل کېدو له پنځمې کلیزې سره یوځل بیا په افغانستان کې د دې ډلې د ځواکمنېدو په تړاو اندېښنې رامنځ ته شوې دي. دې ډلې چې په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو شتون ته لار هواره کړه، اوس هم په دې هېواد کې د ځواکمنېدو په حال کې ده.
په داسې شرایطو کې چې نورې ډېرې ترهګرې ډلې هم د افغان حکومت پرضد جنګېږي او حکومت القاعده ډلې ته په وروستیو کې کم پام کړی، د دې ډلې بیا ځواکمنېدل به څومره د افغان حکومت لپاره خطرناکه پرېوزي. پنځه کاله وړاندې د القاعده ډلې مشر اسامه بن لادن د امریکا د ځانګړو ځواکونو له لوري د پاکستان په ایبټ آباد کې د دې هېواد یوې پوځي اکاډمۍ ته نژدې ووژل شو چې تر لنډې مودې وروسته د هغه مرستیال ایمن الظواهري د هغه ځای ناستی شو. راپورونه وايي، چې تر ۲۰۱۵ کال وړاندې د کندهار په ښورابک ولسوالۍ کې له ۵۰ څخه تر ۱۰۰ تنو پورې د القاعده ډلې غړیو شتون درلود، خو په دې مرکز کې د امریکا تر برید وروسته دوی ټول ووژل شول.
https://avapress.com/vdcaamn6649nua1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته