دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۵:۵۶
د مطلب کود : 125918
جان کري: حلب ښار کې امنیتي وضیعت د خرابیدو په حال کې دی

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري ویلي، سوریې کې په ځانګړي توګه د حلب ښار کې د هرڅه ژر اوربند ته د لاس رسي په برخه بشپړ باور لري.

کري په دغه هیواد کې د جګړې له ټولو ښکلیو خواوو څخه په یاد هیواد کې د تاوتریخوالي او نښتو پایته رسولو په موخه د زیاتو هڅو غوښتنه کړي.

نوموړي همداراز خبرداری ورکړی، که چیري د سوریې دولت د تاوتریخوالي پایته رسولو په موخه ترسره شوي تړونونه په پام کې ونه نیسي، ناوړې پایلې به ولري.

د امریکا دبهرنیو چارو وزیر جان کري ویلي دي چې، حلب کې د جګړو ډيروالي سره دی په سوریه کې د اوربند هوکړې ته هیله مند دی.

نوموړي ویلي دي چې ديپلوماتان هڅه کوي بیا ځلې دې هیواد کې اوربند شوی او د سولې څنډيدلې خبرې بیا ځلي پیل کړي.

کري ملکي کسانو او روغتونو باندې د بریدونو په غندلو سره، جګړې له ښکیلو خواوو غواړي چې د ملي کسانو او د استوګنو په سیمو دې بریدونه نه کوي.

کري زیاته کړه چې موږ پر ملکي کسانو هرډول بریدونه غندو، مهمه نه ده چې څوک دا بریدونه کوي.

موږ له ټولو ښکیلو کسانو غواړو چې د مسولینو په توګه دې ګام پورته کړي، او دغه هیواد کې د تاوتریخوالي له منځه وړو کې دي پام وړ کارونه وکړي.

داپه داسې حال کې ده چې سپينې ماڼۍ ویلي دي چې،امریکا په سوریه کې او په ځانګړې توګه دغه هیواد حلب ښار کې د جګړو له کبله اندیښنه څرګنده کړی ده، هڅه کوي چې څو دجګړې ښکیلې خواوی سملاسي اوربند وکړي.

امریکا په حلب ښار کې د جګړو له امله اندښمن دی، په یاد ښار کې امنیتي وضیعت د خرابیدو په حال کې دی، نو له همدې کبله امریکا هڅه کوي، څو له د یپلوماتیکو لارو وکولای شي حلب ښار اوبند وکړي.

دسپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنست وايي،امریکا سوریه کې او په ځانګړې توګه دغه هیواد حلب ښار کې د جګړو له کبله اندیښنه څرګنده کړی ده،

نوموړی زیاتوي چې دغه ښار کې امنیتي وضیعت د خرابیدو په حال کې دی، امریکا هڅه کوي چې څو ډيپلوماتیکو لارو چارو تر څو وکولای شي دغه ښار کې اوربند وکړي.

هڅه کوي چې څو دجګړې ښکیلې خواوی سملاسي اوربند وکړي.

سوریه کې د په ځانګړې توګه حلب ښار کې د تاوتریخوالي ډیروالي له امله په تیرو لسو ورځو کې څه باندې دوه سوه پنځوس کسان وژل شوي او لسګونه نورکسان ټپيان شوي دي.

 
https://avapress.com/vdcb8sb8wrhb59p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته