دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۱۶ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۶:۲۲
د مطلب کود : 125927
د افغان ماشوم صدام حسین قاتلین دې اعدام شي
د بغلان لسګونه تنه اوسېدونکي نن په کابل کې راغونډ شوي او د صدام حسین د قاتلینو لپاره د اعدام غوښتنه کوي.
  د بغلان لسګونه تنه اوسېدونکي نن په کابل کې راغونډ شوي او د صدام حسین د قاتلینو لپاره د اعدام غوښتنه کوي.
صدام حسین هغه افغان ماشوم وو چې څه موده وړاندې د سړي تښتوونکو له لوري وژل شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې د اباسین په نوم هم یو ماشوم د سړي تښتوونکو له لوري وژل شوی وو.
د سړي تښتوونکو له لوري د اباسین د وژل کېدو په تړاو د مدني فعالانو تر کلک غبرګون وروسته، دا دویم ځل دی چې یو بل افغان ماشوم هم د سړي تښتوونکو له لوري وژل کېږي.
صدام حسین هغه افغان ماشوم دی چې په وروستیو کې د څو تنو سړي تښتوونکو له لوري له بغلان ولایت څخه تر برمته کېدو وروسته په دار ځړول شوی دی.
د صدام حسین پلار اوس له حکومته غواړي چې د زوی قاتلین يې اعدام کړي.
دلته د بغلان ولایت یوشمېر اوسېدونکي راغونډ شوی او د دې پېښې په غندلو سره د صدام حسین د قاتلینو لپاره د درنې سزا غوښتنه کوي، دوی خبرداری ورکوي چې که دغه غوښتنه یې ونه منل شي، خپلو لاریونونو ته به دوام ورکړي.
دا په داسې حال کې ده چې څو ورځی وړاندې د اباسین په نوم یو بل افغان ماشوم هم د سړي تښتوونکو له لوري وژل شوی وو.
په وروستیو کې د ماشومانو د برمته کولو پېښې ډېرې شوې دي او که د برمته شویو ماشومانو کورنۍ د سړي تښتوونکو غوښتنې ونه مني، نو د دوی ماشومان د مرګ له ګواښ سره مخ کېږي.
       
https://avapress.com/vdcb5sb8zrhb59p.q3ur.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته