دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۰ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۰۰
د مطلب کود : 126039
هیواد ختیځ او لویدیځ کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله
د هیواد هرات ولایت څخه رپوټونه وايي، د ملي امنیت ځواکونو او سرحدي پولیسو سره په نښته کې هرات کهسار ولسوالۍ کې دطالبانو تش په نامه ولسوال او څلور نور ملګري يې وژل شوي.

د هیواد هرات ولایت څخه رپوټونه وايي، د ملي امنیت ځواکونو او سرحدي پولیسو سره په نښته کې هرات کهسار ولسوالۍ کې دطالبانو تش په نامه ولسوال او څلور نور ملګري يې وژل شوي.

د هرات والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، دغه کسان تیره شپه په نښته کې کهسار ولسوالۍ خم مسکه سیمه کې وژل شوي دي.

نوموړي دغه نښته منلی او زیاتوي چې هیواد امنیتي ځواکونوته د سر زیان نه دی اوښتی.

په ورته وخت کې هیواد لغمان او کونړ ولایتونو څخه رپوټونه وايي، امنیتي ځواکونو ځانګړو عملیاتو پایله کې ۱۵ طالب وسلوال وژل شوي دي.

لغمان ولایت پولیسو ويلي دي چې څلور طالبان د امنیتي ځواکونو په هوايي بریدونو کې وژل شوي دي.

رپوټونه وايي یاد عملیات الینګار ولسوالۍ په دل ارام سیمه کې ترسره شوي دي.

لغمان ولایت د امنیه قوماندان مطبوعاتي دفتر په خبر پاڼه کې راغلي دي چې د وژل شویو طالبانو څخه یو يې پاکستانی دی.

خبرپاڼه زیاتوي چې یادو عملیاتو کې هیواد امنیتي ځواکونو ته زیان نه دی اوښتې.

همدا راز د کونړ ولایت سیمه ایز چارواکې وايي، د امنیتي ځواکونو پر پوستو برید په پایله کې ۱۱ طالب وسلوال وژل شوي دي.

هغوی ټينګار کوي چې نن سهار طالبانو د کونړ ولایت په غازي اباد ولسوالۍ کې د امنیتي ځواکونو پر پوستو بریدونه کړي دي چې دغه برید د امنیتي ځواکونو له مقاومت سره مخ شو.

د کونړ والي ویاند غني مصمم وايي، دغه نښته کې د امنیتي ځواکونوڅخه یو کس وژل شوي او پنځه نور ټپیان دي.

 
https://avapress.com/vdcgw39qyak9xz4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته