کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د بن لادن ځوی غواړی چی په سوریه کی تروریست حملات جوړه سی

خبرگزاری صدای افغان(آوا) تهران , 21 ثور 1395 ساعت 17:25

حمزه بن لادن د القاعدی پخوانی مسر ځوی په یو صوتی پیغام کی غوښټنه کړی دی چی په سوریه کی تروریستی حملات وسی.


د بن لادن ځوی غواړی چی په سوریه کی تروریست حملات جوړه سی
حمزه بن لادن د القاعدی پخوانی مسر ځوی په یو صوتی پیغام کی غوښټنه کړی دی چی په سوریه کی تروریستی حملات وسی.
د القاعدی پخوانی مشر ځوی ادعا کړی دی چی د سوریه جنګ جهاد دی او زیاته کړه چی جهاد په سوریه کی د فلسطین ازادی لار سموی او د سوریه مبارزی یو سمه میدان د دغی کار دپاره دی
حمزه بن لادن څرګنده کړه : د فلسطین ازادی نن تر پخوا هم لا نږدی سوی دی.
دغه صوتی پیغام په داسی حال کی منتشر سوی دی چی د یکشنبه ورځ ایمن الظواهری د القاعدی اوسنی مشر په یو پیغام کی د سوریه جنګی یی جهاد منلی دی اود هغه څخه حمایه کړی دی.
حمزه بن الادن د داعش او ابوبکر بغدادی هم چی د دغی تروریستی ګروپ مشر دی او په ۲۰۱۴ کی د خلافت اعلام کړی دی انتقاد وکی.
ویل کیږی دغه دوه صوتی پیغامون پس له یو اوونی وروسته د بن لادن د پنځهم سالګیره د وژلو د امریکا پوځ په لاس په پاکستان کی تر سره سوی دی.


د مطلب کود: 126127

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/126127/د-بن-لادن-ځوی-غواړی-چی-په-سوریه-کی-تروریست-حملات-جوړه-سی

آوا
  https://www.avapress.com