دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۲۵
د مطلب کود : 126158
کامرون: "افغانستان په حیرانوونکي توګه فاسد دی"
د بریټانیا لومړي وزیر ډیویډ کامرون د دغه هیواد له ملکې سره د فساد سره د مبارزې په ناسته کې د کتنې پر مهال وویل چې افغانستان په حیرانوونکي توګه د فساد سره لاس او ګریوان دی.

د بریټانیا لومړي وزیر ډیویډ کامرون د دغه هیواد له ملکې سره د فساد سره د مبارزې په ناسته کې د کتنې پر مهال وویل چې افغانستان په حیرانوونکي توګه د فساد سره لاس او ګریوان دی.

هغه په خبلو خبرو کې د نایجریا هیواد هم ورته ستاینه وکړه.

د کامرون د څرګندونو په تړاو په بریټانیا کې د افغانستان سفارت او د نایجریا ولسمشر غبرګونونه یي راپارولي دي.

په لندن کې د افغانستان سفارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره د ا فغانستان دولت د فساد سره د مبارزې پرمختګ ته اشاره کړې او د ښاغلي کامرون څرګندونې یې "بې انصافي" بللې ده.

په خبر پاڼه کې راغلي چې دملي یووالي حکومت د جوړیدو سره سم، حکومت د فساد سره د مبارزې لپاره کوټلي ګامونه اوچت کړي او امنیتي مسایلو ترڅنګ د فساد پروړاندې مبارزه، د دغه حکومت لومړیتوبونه دي.

په دغه خبرپاڼه کې د سازمان شوي او سیسټمي فساد سره د مبارزې به برخه کې دافغانستان دولت( مهم پرمختګونونو) ته اشاره شوې او زیاته کړې چې په داسې طریقې سره د افغانستان نوم یادول؛ د ښاغلي کامرون "بې انصافي" ده.

د بي بی سي په ټکو، دنایجریاولسمشر چې د فساد سره د مبارزې په ژمنه واک ته رسیدلی، د ښاغلي کامرون څرګندونې، هغه یې حیران کړی دی.

ښاغلي کامرون د دوېم الیزابت ملکې ته ویلي:" د ځینو هیوادونو یو شمیر مشرانو چې په حیرانوونکي توګه فاسد دي؛ بریټانیا ته به راشي. د اټکل له مخې، افغانستان او نایجریا د ځمکې پر سر تر ټولو فاسد هیوادونه دي."

د ښاغلي کامرون او د بریټانیا ملکې د خبرو په جریان کې اسقف اعظم د انګلیکن د کلیسا مشر جاستین ولبي هم حاضر دی د کامرون د خبرو وروسته وايي:" خو دا ولسمشر فاسد نه دی، هغه ډیر هڅه کوي."

په دغه منځ کې د بریټانیا د عوامو مجلس مشر جان برکو هم حاضر دی، په ټوکو کې وايي: "ښايي د سفر مصرف خپله ورکوي."

ښاغلي کامرون د خبرو په اوږدو کې د اسقف ولبي نظر تاییدوي او وايي چې دنایجریا ولسمشر فاسد نه دی او خپله د فساد سره د مبارزې هڅه کوي.

دغه خبرې اترې د باکینګهام په ماڼې کې د ملکې په 90 اومې کلیزې په غونډه کې شوې دي.

د سیاسي او سوداګرۍ مشرانو د پنچ شنبې ورځ د په لندن کې بریټانیا دولت کوربه دي او ددغې ناستې موخه د فساد سره د مبارزې اړتیاوې او د حل لارې برسېره کول دي.

افغان ولسمشر هم په دغه غونډه کې ګډون کوي.

کامرون په داسې حال کې دا څرګندونې کړي چې ولسمشر غني ویلي چې د اداري فساد دوسیې یو ځانګړي پلاوي له لورې وڅیړل شي.

نوموړي لوی څارنوالۍ او سترې محکمې ته وخت ورکړی چې داسې یوه طرحه وړاندې کړي چې د هغه پر بنسټ د اداري فساد سره مبارزه پیل شي.


https://avapress.com/vdciwqazvt1arz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته