کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

افغانستان به د لومړي ځل لپاره د پاکستان د کرېکټ لوبډلې کوربه وي.

خبرگزاری صدای افغان(آوا) سرویس بین الملل , 23 ثور 1395 ساعت 14:35

د افغانستان د کرېکټ پراختیايي لوبډلې د پاکستان حبیب بانک لوبډلې ته د لوبې بلنې ورکړې.


د افغانستان د کرېکټ پراختیايي لوبډلې د پاکستان حبیب بانک لوبډلې ته د لوبې بلنې ورکړې.

افغان لوبډله به د پاکستان دغې لوبډلې سره څلور یو ورځنۍ او دوه شل اوریزې لوبې وکړي.

د پاکستان کرېکټ ملي لوبډلې زیات لوبغاړي د حبیب بانک لوبډلې غړیتوب لري.

ټاکل شوې ددې سیالیو لومړنۍ لوبه به د مې میاشتې په اوولسمه کابل کې وشي.

د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس شفیق الله ستانکزی وایي:چې ملي لوبډلې د کرکټ له لومړۍ درجې هېواد زمبابوی څخه د یو ورځنیو او شل اووریزو لړۍ ګټلې او اوس یې د کرکټ د شل اووریز نړیوال جام اتلې لوبډلې ویسټ انډیز ته هم ماتې ورکړې، نو پر دې اساس مورال یې لوړ دی.

په دې وروستیو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په تیرو سیالیو کې ډیرې لاسته راوړنې درلودې چې دې سترو بریاوو سره افغان ولس ته خوشحالۍ په برخه کړې.

 


د مطلب کود: 126209

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/126209/افغانستان-د-لومړي-ځل-لپاره-پاکستان-کرېکټ-لوبډلې-کوربه-وي

آوا
  https://www.avapress.com