دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۴۸
د مطلب کود : 126215
داعش راډیو یو ځل بیا خپرونې پیل کړې
هیواد ختیځ ننګرهار ولایت څخه رپوټونه وايي، داعش ډلې یو ځل بیا د افغانستان په سرحدي سیمو کې راډېویي خپرونې پېل کړې دي.

هیواد ختیځ ننګرهار ولایت څخه رپوټونه وايي، داعش ډلې یو ځل بیا د افغانستان په سرحدي سیمو کې راډېویي خپرونې پېل کړې دي.

د ننګرهار اچین ولسوالۍ ولسوال حاجي غالب په سرحدي سیمو کې راډېویي خپرونې پېل تاییدوي خو ټينګار کوي چې دغه راډيوله پولې پورې غاړې د پاکستان تر واک لاندې دتیرا سیمه کې د راډېو دستګاه فعاله کړې.

رپوټونه وايي داعش راډيو په خپلو خپرونو کې خلکو ته له هغوی سره د یوځای کېدو او د حکومت ضد پېغامونه ورکوي.

څه موده وړاندې چې د داعش رادیو خپرونې د هیواد ختیځ ننګرهار ولایت څخه په دري او پښتو ژبو باندې خپرونې درلودی، ننګرهار کې د داعش راډېو تر دې وړاندې یو ځل په هوايي عملیاتو کې په نښه او له منځه وړل شوې وهخو دا څو ورځې کېږي، چې بیا یې د ننګرهار په سرحدي سیمو کې خپرونو پیل کړې دي.

اوس د یادې راډيو بیا ځلي خپرونې داسې اندیښنې راپارولي دي چې داعش ډله په اچین کې دسربازګیرې به زیاته کړي خو د اچین ولسوال د داعش راډيو خپرونې بې اغیزې بولي.

د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وايي،داعش راډيو خپرونې یوازې په پاکستان کې اوریدل کیږي لازمه ده چې د هیواد بهرنیو چارو وزارت له ډیپلماتیکو لارو له پاکستان سره د دغې راډیو مخه ونیسي.

رپوټونه واييداعش راډيو دا ځل په څلورو ژبو، پښتو، دري، عربي او پنجابي خپرونې پېل کړې دي.

داسې ویل کیږي چې داعش راډیو پاکستان تر واک لاندې سیمو په غرونو کې د راډېو دستګاه فعاله کړې او په هسکه مینه، اچین او غني خېلو ولسوالېو کې اورېدل کیږي.

د اچین ولسوال غالب ویلي، داعش په خپلو خپرونو کې خلکو ته له هغوی سره د یوځای کېدو او د حکومت ضد پېغامونه ورکوي.

باید وویل شي، چې ننګرهار کې د داعش راډېو تر دې وړاندې یو ځل په هوايي عملیاتو کې په نښه او له منځه وړل شوې وه.

 
https://avapress.com/vdccseqsp2bqii8.5ja2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته