دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۵۰
د مطلب کود : 126216
د کاسا زر پروژه ، له قرغزستان پیل او د دوشنبې ښار سره نښلول کېږي
د دغې سیمه ییزې بریښنا پروژې پرانیستلو په موخه، د قرغیزستان، افغانستان او پاکستان هیوادونو مشرانو د تاجکستان پلازمینې دوشنبې ته سفر کړی.

د دغې سیمه ییزې بریښنا پروژې پرانیستلو په موخه، د قرغیزستان، افغانستان او پاکستان هیوادونو مشرانو د تاجکستان پلازمینې دوشنبې ته سفر کړی.

د بریښنا شرکت وایي، د دوه زرو اتلسم کال تر وروستیو پورې د غه پروژه بشپړه کیږي او افغانستان به د کال تر پنځه څلویښت میلیونه ډالر د یادې پروژې د تزانزیت حق له لارې ترلاسه کړي.

د قرغزستان او تاجکستان د بریښنا لېږد، د افغانستان له لارې پاکستان ته

کېدای شي له ټاپي پروژې وروسته، د منځنۍ آسیا او سویلې اسیا په کچه لویه پروژه وي.

دا پروژه چې د کاسا زرپه نوم ده د پنجشنبې په ورځ ، د څلورو واړو هېوادونو د مشرانو له لوري تاجکستان کې پرانیستل کېږي.

د کاسا پروژې له مخې؛ د بریښنا پلورنکي قرغزستان او تاجکستان یوازې په پنځو میاشتو کې یعنې د مې میاشتې څخه تر اکتوبر میاشتې پورې بریښنا پلوري ، خو په اوو نورو میاشتو کې کولی شي د منځنۍ آسیا د هېوادونو نوره بریښنا تېره کړي او یا هم په راتلونکې کې خپله بریښنا وپلوري.

افتصادي شنوونکي وايي سویلي آسیا او په ځانګړې توګه پاکستان ته د منځنۍ آسیا د بریښنا لېږد، هېواد لپاره سیاسي فشار دی.

د کاسا زر بریښنایي پروژه ، له قرغزستان پیل او د تاجکستان دوشنبې ښار سره نښلول کېږي او ددغه هېواد د بریښنا له یوځایوالي سره د کندز، بغلان، پروان، کابل، لغمان او ننګرهار له لارې طورخم ته لېږدول کېږي او په پایله کې پاکستان ته رسېږ.ي

یوازې هغو کلیوالو لپاره چې په سیمو یې د بریښنا مزې تېریږي ، نړیوال بانک د شپږدیرش میلیون ډالرو په ارزښت پروژې عملي کوي.

د کاسا زر پروژې ټول لګښت یو میلیارد او یوسلو اویا میلیون ډالر دی او دې پروژه کې د افغانستان ونډه څلورسوه څلور میلیون ډالر اټکل شوې چې درې سوه شپاړس اعشاریه پنځه ډالر یې نړیوال بانک او څلور میلیون یې د افغانستان د بیارغوونې صندوق ورکوي.

دغه رزا اوه څلویښت اعشاریه پنځه میلون ډالر یې د افغانستان حکومت پرې کوي.


https://avapress.com/vdcdf90f9yt0xx6.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته