دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۴:۵۴
د مطلب کود : 126218
د کاسا زر پروژه نن په رسمي بڼه پرانیستل شوه
د دې پروژې د پرانېستلو په مراسمو کې د تاجکستان ولسمشرامام علي رحمان، د پاکستان صدراعظم نواز شریف او د قرغزستان ولسمشرالماس بیک اتمباییف هم ګډون کړی و.
د افغانستان اجرایي رییس عبدالله عبدالله نن له منځنۍ اسیا – جنوبي اسیا ته د افغانستان له لارې د بریښنا د انتقال د پروژې د پرانیستلو په مراسمو کې برخه اخیستې وه.
د اجرایي رییس مرستیال ویاند جاوید فیصل وویل: ((نن د کاسا زر پروژه پرانیستل شوه،  دغه پروژه  له قرغزستانه پیلیږي بیا له تاجکستانه تیریږي او په افغانستان کې ۵۶۲ کیلومتره لاره وهي.))   
هغه زیاته کړه، چې دا یوه اوږدمهاله پروژه ده او خلک باید هیله ونه لري چې په دوهمه ورځ یا دوهمه میاشت چې کومه اقتصادي ګټه لري هغه به ترلاسه کوو، خو په اوږده مهال کې د افغانستان لپاره حیاتي ارزښت لري.
د بریښنا دا مزی د افغانستان په شپږو ولایتونو کې تیریږي. د کاسا زر پر پروژې به یو اعشاریه ۱۷ میلیارډه ډالر لګښت راشي چې د څلور واړو هېوادو تر منځ دا پیسې ویشل شوې دي.
د افغانستان برخه څه باندې څلور سوه میلیونه ډالر ده چې ډیره برخه یې نړیوال بانک ورکوي. دا پروژه چې د کاسا زر په نوم مشهوره ده، له قرغزستانه پیلیږي د تاجکستان او افغانستان له لارې پاکستان ته بریښنا انتقالوي.
دا پروژه په درېیو مرحلو کې عملي کیږي لومړۍ برخه یې د سروې بشپړیدل دي چې د لین لاره او ډیزاین یې نهایي شي، چې دا پړاو شپږ میاشتې وخت نیسي.
دوهم پړاو د لین جوړښت او د کنورټر سټیشن دی، چې درې کاله وخت نیسي. وروستی پړاو عملیاتي مرحله ده چې په هغه کې د لین ساتنه هم راځي دغه مرحله نژدې پنځلس کاله وخت نیسي.
کاسا زر پروژه د قرغزستان په شمال کې د دتکا له سیمې پیلیږي او د خېیبرپښتونخوا مرکز پیښور ته رسیږي.
د معلوماتو له مخې دا پروژه په درېیو مرحلو کې عملي کیږي لومړۍ برخه یې د سروې بشپړیدل دي چې د لین لاره او ډیزاین یې نهایي شي، چې دا پړاو شپږ میاشتې وخت نیسي.
دوهم پړاو د لین جوړښت او د کنورټر سټیشن دی، چې درې کاله وخت نیسي.
وروستی پړاو عملیاتي مرحله ده چې په هغه کې د لین ساتنه هم راځي دغه مرحله نژدې پنځلس کاله وخت نیسي.

https://avapress.com/vdcfyvdycw6d00a.,ziw.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته