دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۳۰
د مطلب کود : 126275
دپاکستان عمران خان په خارج کښې یو شرکت لرلی دی .
دپاکستان دتحریک انصاف مشر عمران خان پرون اعتراف وکړ چې ما په خارج کښې یو شرکت جوړ کړ چې په نولس سوه درې اتیایم(۱۹۸۳) کښې په لندن کښې یو کور واخلم چې د انګلستان له مالیاتو ځان بچ کړم .
دپاکستان دتحریک انصاف مشر عمران خان پرون اعتراف وکړ چې ما په خارج کښې یو شرکت جوړ کړ چې په نولس سوه درې اتیایم(۱۹۸۳) کښې په لندن کښې یو کور واخلم چې د انګلستان له مالیاتو ځان بچ کړم .
داپه داسې حال کښې دی چې تحریک انصاف ګوند یوه(۱) ورځ مخکې ویل چې عمران خان په لندن کښې هیڅ کور نلری .
د پاکستان دتحریک انصاف مشر عمران خان دلندن په هیترو هوایی ډګر کښې له خبریالانو سره په مرکه کښې وویل ما دخپل حسابدار په سپارښتنه په خارج کښې یو شرکت جوړ کړ چې دکرکټ دلوبو په وخت له مالیاتو دځان دبچولولپاره په لندن کښې یو کور په پیسو واخلم .
عمران خان وویل ما په انګلستان کښې دخپل عاید پینځه دیرش (۳۵)فیصده مالیات ورکول او له نورو مالیاتو د ځان دبچولو لپاره ما دیوه خارجی شرکت په وسیله په لندن کښې کور واخیست او دا زما حق وو او زه د انګلستان ښاریز نه وم .
دپاکستان دتحریک انصاف ویندوی نعیم الحق هم ومنله چې عمران خان د کرکټ له لوبې په ترلاسه شویو پیسو په خارج کښې یو (۱)قانونی شرکت جوړ کړی وو .
هغه وویل زه هغه وخت په لندن کښې د عمران خان دبانک مدیر وم او دهغه حسابدار یو شرکت جوړ کړ چې په لندن کښې کور واخلی .
دپاکستان دتحریک انصاف ویندوی دعمران خان د مالیاتو د ورکولو او په خارج کښې دیوه شرکت په هکله وویل زه به له عمران خان سره له خبرو وروسته سبا رسنیو ته ټول تفصیلات بیان کړم .
هغه وویل کله چې عمران خان په لندن کښې خپل کور خرڅ کړ نو ټولې پیسې یې د حبیب بانک په وسیله هیواد ته راوړې .
دپاکستان دفاع وزیر خواجه اصف په یوې(۱) ټیلی ویژنې مرکې کښې په عمران خان چې بیا بیا یې په خارج کښې د کوم شرکت لرل رودل سخته نیوکه وکړه .
https://avapress.com/vdciyqazwt1arr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته