دخپریدو نیټه :شنبه ۲۵ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۳۶
د مطلب کود : 126277
روسیه به د ناټو توغندوی دفاعی سیسټم ته ځواب ورکړی .
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون د ناټو او امریکا تر مشرۍ لاندې توغندوی دفاعی پروګرام نړیوال امنیت ته ګواښ وباله او ژمنه یې وکړه چې ماسکو به د ستراتژیک انډول دساتلو لپاره ضروری ګامونه پورته کړی .
د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پرون د ناټو او امریکا تر مشرۍ لاندې توغندوی دفاعی پروګرام نړیوال امنیت ته ګواښ وباله او ژمنه یې وکړه چې ماسکو به د ستراتژیک انډول دساتلو لپاره ضروری ګامونه پورته کړی .
دروسیې ولسمشر پوتین په ماسکو کښې له پوځی چارواکو سره په غونډې کښې دامریکا په دغو ادعاګانو چې ویلی یې توغندوی دفاعی سیسټم د روسیې پرضد نه دی نیوکه وکړه .
د ویلو ده امریکا تل په درغو ویلو او چټی ادعاګانو سره وایی چې توغندوی دفاعی سیسټم یې دایران له توغندوی ګواښ سره دمقابلې لپاره دی .
دامریکا او ناټو په توغندوی دفاعی پروګرام کښې په رومانیا کښې یو شمیر توغندی دیره شول او له وړمې ورځې راهسې دغه سیسټم خپل کار شروع کړ او دغه راز په پولینډ کښې هم دغه توغندی دیره کیږی او دغه کار به تر دوه زره اتلسم(۲۰۱۸) میلادی کال پورې بشپړ شی .
د روسیې ولسمشر پوتین وویل څو کاله مخکې په اروپا ، لویدیځ او امریکا کښې زمونږ شریکانو په یوه(۱) خوله مونږ ته دغه خبره کوله دوې توغندوی دفاعی سیسټم ته ضرورت لری چې ځانونه دایران له توغندیو او اټومی ګواښونو وساتی او زیاته یې کړه دغه ډول ګواښ تیر میلادی کال دایران او ددنیا دسترو قدرتونو ترمینځ داټومی موافقې له لاسلیک کیدا له مینځه تللی دی .
هغه وویل دغه ګواښ ختم شوی خو دتوغندوی دفاعی سیسټم رامینځته کول دوام لری .
دروسیې ولسمشر پوتین وویل ماسکو به دستراتژیک انډول دساتلو لپاره هر ضروری اقدام وکړی .
https://avapress.com/vdca0in6049nuu1.hxk4.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته