دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۱۲
د مطلب کود : 126373
روزګان : داقلیم سره دځان جوړوني پنځه ورځنۍ ورکشاپ پرانیستل سو
که دولت ددوي دحاصلاتو لپاره د بازار موندني په برخه کې مرسته وکړي نو ددوي اقتصادي ورسره ښه سي
د روزکان ولایت د کرني اوبولګولو اومالدارې دریاست لخوا د اقلیم سر دځان جوړوني تر سرلیک لاندې ددې ولایت کرونده ګرو ته پنځه ورځنۍ ورکشاپ پداسي حال کې پرانیستل سو چې پکښې ددي ریاست مسوولینو ، دیوشمیر نورو ادارو استازو او کرونده ګرو پکښې برخه لرله .
د روزګان د کرني اوبولګولو او مالدارۍ رییس انجینر زلمي الکو دکرونده ګرو لپاره دا ډول پروګرامونه ګټور وبوله او وویل داچې روزګان یو کرنیز ولایت دي او ډیري اوسیدونکي یې په کرنيزوچارو بوخت دي نو ددغه ورکشاپ په مرسته به کرونده ګر وکولاي سې ترڅوخپل کرنیزمحصولات دراتلوونکي طبعي پیښو څخه وژغوري .
الکو ډاډ څرګند کړ چې روزګاني کرونده ګرو ته به دښه روزني په موخه دداسي پروګرامونه لړۍ غځوي ترڅو دوي په عملي توګه تري کارواخلي
همدارنګه دیاد ورکشاپ برخوال هم ددوي لپاره د اړوند ادارو لخوا داسي ورکشاپونه ګټور بولي او وایې که دولت ددوي دحاصلاتو لپاره د بازار موندني په برخه کې مرسته وکړي نو ددوي اقتصادي ورسره ښه سي
کرونده ګر وایې که څه هم روزګان یو کرنیز ولایت دي خو په وینایې دولت تردې مهاله ندي توانیدلي چې ددوي د کرنیزو حاصلاتو لپاره مارکیټ پیدا کړي
https://avapress.com/vdchq-nzx23nixd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته