دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۷ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۰:۱۷
د مطلب کود : 126375
طالبانو په پکتیا کې ۱۴ مسافر له ځان سره بېولي دي
د پکتیا امنیه قوماندان قادر ځدراڼ وايي، وسله والو وروسته له دې ډلې ۹ کسان بیرته خوشې کړي، خو ۵ لا تر اوسه ورسره بندي دي.
طالبانو د پکتیا د احمدخیلو ولسوالۍ په مشکي سیمه کې له څلورو مساپر وړونکو موټرونو نن ۱۴ کسان کښته او له ځان سره بیولي دي.

د پکتیا امنیه قوماندان قادر ځدراڼ وايي، وسله والو وروسته له دې ډلې ۹ کسان بیرته خوشې کړي، خو ۵ لا تر اوسه ورسره بندي دي.

ځدراڼ وايي طالبانو دغه کسان په حکومت کې د ماموریت او دندو په تور له ځان سره ساتلي او د خوشې کیدو په بدل کې یې د خپل یوه بندي ملګري د خلاصون غوښتنه کوي.
طالبانو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.
https://avapress.com/vdcjameviuqe8tz.b,fu.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته