کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

د کابل او طالبانو ترمنځ د سولې څلوراړخیزه غونډه، بیا په اسلام اباد کې پیلېږي

خبرگزاری صدای افغان(آوا) سرویس بین الملل , 29 ثور 1395 ساعت 17:23

تمه ده چې سبا(چهار شنبه د غويي ۲۹ مه) په اسلام اباد کې د افغانستان دولت د سولې پنځم پړاو څلور اړخیزه غونډه پیل شي.


تمه ده چې (چهار شنبه د غويي ۲۹ مه) په اسلام اباد کې د افغانستان دولت د سولې پنځم پړاو څلور اړخیزه غونډه پیل شي.

په پاکستان کې د افغانستان سفیرحضرت عمر زاخیلوال یک ټلویزیون ته ویلي چې د دغې غونډې اصلي اجنډا، پر هغو طالبانو د پوځي عملیاتو په څرنګوالي څیړنې وشي چې د سولې خبرو ته نه حاضریږي.

نوموړی وایي چې په دغه غونډه کې د افغانستان حکومت د سولې په اړه خبرې نه کوي.

ښاغلي زاخیلوال ټینګار کوي چې افغانستان او امریکا د طالبانو پر وړاندې د ګډو عملیاتو غوښتونکي دي، خو چین ددغې طرحې ملاتړ نه کوي.

افغانستان، پاکستان، چین او امریکا د سولې په څلور اړخیزه غونډه کې طالبانو سره د سولې نقشه جوړه کړه، خو کله چې طالبانو خپل پسرلنۍ عملیات اعلام کړ، دغه بهیر له بن بست سره مخ شو.

له هغې وروسته، یو ځل بیا د څلورو هیوادونو"افغانستان، پاکستان، امریکا او چین" استازي سبا( چهار شنبه د مې ۱۷ ) په اسلام اباد کې راټولیږي.

په دغه ناسته کې له افغانستان څه په پاکستان کې د افغانستان سفیر عمرزاخیلوال، د افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی، د چین استازی ، د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال او د درې نورو هیوادنو استازي ګډون کوي.

خو ښاغلي زاخیلوال چې د افغانستان استازيتوب کوي یک ټلویزیون سره په خبرو کې ویلي: په دغه ناسته کې د سولې په اړه خبرې نه کیږي.

د راپورونو له مخې د څلوراړخیزې همغږۍ غونډې غړي هیوادونه په یو داسې میکانیزم کار کوي؛ څو د دغو هیوادونو پوځیان د طالبانو پرضد پوځي عملیات وکړي.

د زاخیلوال په وینا، که څه هم امریکا د دغې طرحې هرکلی کوي، خو چین یې مخالف دی.

ولسمشر غني څه موده وړاندې د ولسي جرګي په فوق العاده غونډه کې وویل:" چې افغانستان د پاکستان څخه تمه نلري چې طالبان د سولې خبرو ته کینوي، بلکه په خپلو کړو ژمنو عمل وکړي."

په ورته وخت کې د هیواد اجرايي رییس ډاکټر عبدالله، د شین هوا رسنۍ سره په خبرو کې ویلي چې طالبانو سره هیڅ د سولې خبرې نه کیږي، ځکه هغوی د سولې خبرې اترې رد کړي دي.

په همدې حال د بهرنیو رسنیو د راپورونو له مخې، امریکا له هغو طالب جنګیالیو سره چې د سولې بهیر سره یوځای کیږي، مالي مرسته درولې.

له دې وړاندې امریکا دغو طالب وسلوالو سره چې شمیر یې یوولس زره تنو ته رسیږي، پنځوس میلیونه ډالر مرسته کړې، خو ځینې یې بېرته د جګړې ډګر ته ستانه شوي دي.

 


د مطلب کود: 126495

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/126495/د-کابل-او-طالبانو-ترمنځ-سولې-څلوراړخیزه-غونډه-بیا-په-اسلام-اباد-کې-پیلېږي

آوا
  https://www.avapress.com