دبغلان سیمیز چارواکي وايي چې نن چهار شنبې طالبانو د سرخ کوتل سیمه په بشپړ ډول نیولې ده.
د بغلان پولیس وايي چې دغه سیمه څو ورځې د طالبانو په والکه کې وه.
دغه ولایت دپولیسو په وینا سرخ کوتل سیمه کې پولیسو خپل پوستو پریښیدو ته اړ شوي او امن ځا ی ته ولاړ دي.
سرخ کوتل دغه ولایت ختیځ سیمه ده او پروان ولایت سره هم مرز ده، تیرو څو میاشتو کې د سختو جګړو شاهد وو.
بغلان کې د تیرو څو ورځو دجګړې مرګ ژوبلې او ورانیو په اړه څه نه دي ویل شوي،
هغه انځورونه چې ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي دي داسې ښکاري د امنیتي ځواکونو ټانګونه او وسلې هم د طالبانو لاس ته ورغلي دي.
بغلان ولای سرخ کوتل سیمې انځورونو کې داسې لیدل کیږي چې طالبان د امنیتي ځواکونو وسلې او مهماتو د لیږدولو په حال کې دي.
وړاندې امنیتي چارواکو اعلام کړی وو چې د بغلان ولایت په ځينو سیمو کې د شفق عملیات دوام لري، چې په پایله کې طالبانو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده