دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۱۳
د مطلب کود : 126525
چین له افغانستان سره، په اقتصادي او زیربنايي برخه کي اوه سندونه لاسلیک کړ
د هیواد اجرايي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله چین ته د سفر په ترڅ کې د نوموړي هیواد سره په اقتصادي او زیربنايي برخه کې اوه سندونه لاسلیک شول.

د هیواد اجرايي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله چین ته د سفر په ترڅ کې د نوموړي هیواد سره په اقتصادي او زیربنايي برخه کې اوه سندونه لاسلیک شول.

چین ته د زعفران د صادراتو زیاتوالی او د" یوې لارې کمربند" پروژه چې افغانستان په یوه ټرانزیټي سیمه بدلوي؛ د دغو هوکړه لیکونو مهمې برخې دي.

د هیواد د صنایعو او سوداګریو خونه وايي، که دغه سندونه پلي شي؛ نو د افغانستان اقتصاد به په ځان بسیا شي.

د اجرایي رییس د سفر په ترڅ کې د زعفرانو تولید او صادارات، د یوې لارې کمربند پروژه، پنځه سوه میلیونه د چیني ایوان(د چین پولې واحد) مرسته، په کابل ښار کې د کم لګښته کورونو د مطالعې پیل، بشري مرستې او د کابل پوهنتون د ادیټوریم جوړولو په اړه سندونه لاسلیک شو.

د هیواد د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال، خیرالله آزاد وايي:" له دغو اوو پرژو څخه پنځه سندونه یې د افغانستان او چین بهرنیو چارو وزارتونو ترمنځ، یوه پروژه یې د چین او افغانستان د کرهڼې وزارتونو سره او یوه پروژه یې د افغانستان او چین سوداګریو وزارتونو ترمنځ لاسلیک شوی."

د صنایعو او سوداګړۍ خونه وايي:" چې له کلونو راهیسې د هیواد زعفران او قیمتي کاڼې د پاکستان په نوم چین ته صادریږي، خو د چین د نویو ژمنو له مخې افغانستان کولی شي له دې وروسته، په اسانه توګه زعفران، قیمتي ګټې او نورې توکې چین ته صادر کړي."

تمه ده چې په دې نږدې راتلونکو کې کابل، د چیني پانګوالو کوربه وي او په دغه غونډه کې به د کانونو، کرنیز او نورو برخو په اړه څیړنې وشي.

اجرايي رییس عبدالله عبدالله هم د چیني پانګوالو د هڅولو په برخه کې له دوی سره یې خبرې اترې کړي دي.

تراوسه په افغانستان کې د چین پانګونه له نورو هیوادونو په پرتله زیاته ده.

چینایانو په تیرو دیارلسو کلونو کې د کانونو لویو قراردادونو ګټونکي دي لکه د مسوعینک او آموسیند نفتي حوزه.

که څه هم د دې دواړو کانونو ویستل له ګنو ستونزو سرمخ شوی، نو وبه ولیدل شي چې یاد هیواد په دغه برخه کې له افغانستان سره کوم ډول کار کولی شي.

 
https://avapress.com/vdcgx39qnak9xn4.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته