دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۱۶
د مطلب کود : 126526
حزب اسلامي سره د سولې مسوده په ۳ فصل او ۲۶ مادو چمتو شوې
د ملي یووالي حکومت ملګرو ملتونو سازمان څخه غواړي چې د ګلبدین حکمتیار او د هغه قومندانانو نومونه د تور نوملړ څخه لرې کړي.

د ملي یووالي حکومت ملګرو ملتونو سازمان څخه غواړي چې د ګلبدین حکمتیار او د هغه قومندانانو نومونه د تور نوملړ څخه لرې کړي.

د ملګرو ملتونو سازمان د تور نوملړ څخه د حزب ا سلامي د قومندانانو نومونو لرې کول، د قانوني حکمونو له مخې د دغه حزب د قومندانانو قضايي خوندیتوب او د یاد حزب د بندیانو دوسيې څېړل د حزب اسلامي تر ټولو مهم غوښتنې دي.

د اجرايي ریاست دویم مرستیال انجینر محمد خان ویلي چې دغه غوښتنې د ملي یووالي حکومت له لورې منل شوې.

نوموړي تیره ورځ په یوه خبرې ناسته کې وویل چې د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي سره د سولې مسوده جوړه شوې.

ښاغلي محمد خان ټینګار یې وکړ چې ملګرو ملتونو سازمان د افغانستان دولت په غوښتنه، د دغه حزب د غړو نومونه د تور نوملړ څخه لرې کوي.

د اجرايي ریاست دویم مرستیال وویل:" ولسمشریزه ماڼۍ هوډ کړی چې د حزب اسلامي د بندیانو دوسیې بیا ځلې وڅیړي او که شونی وي، د قانون له مخې به وبخښل شي."

نوموړي زیاته کړې، د حزب اسلامي او حکومت ترمنځ د هوکړې د وروستۍ کیدو ورسته؛ د افغانستان دولت به د ملګرو ملتونو له سازمان څخه په رسمي توګه و غواړي چې د دوي نومونه له تور نوملړ څخه لرې کړي.

حزب اسلامي ژمنه کړې چې د افغانستان اساسي قانون ته درناوی وکړي او د ترهګرو هیڅ یوې ډلې سره به اړیکه ټینګ نکړي.

په دې وروستیو کې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ویلي چې له وخت وړاندې ده چې د تور نوملړ څخه د حکمتیار او د هغه د قومندانانو نومونه لرې شي او په دې اړه به پرېکړه ونیول شي.

له دې وړاندې د افغانستان حکومت څو ځلې د حزب اسلامی سره هوکړې ته د رسېدو لپاره هڅې کړي؛ خو دا لومړی ځل دی چې ددې حزب سره دې پایلې ته رسېدلي دي.

 
https://avapress.com/vdchi-nz-23nimd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته