کد QR مطلبدریافت صفحه با کد QR

جمهور رئیس غني:

زموږ سوداګریز بیلانس باید تغیر وکړي

خبرگزاری صدای افغان(آوا) کابل , 30 ثور 1395 ساعت 13:21


جمهور رئیس غني: زموږ سوداګریز بیلانس باید تغیر وکړي
 د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمداشرف غني پرون مازدیګر د سوداګرۍ وزارت رهبري پلاوي سره د ناستې پرمهال  د یاد وزارت کړنې وارزولې.
په دې ناسته کې لومړی د سوداګرۍ وزارت رهبري پلاوي د هغه وزارت د اصلاحاتو او د بشري منابعو د وضعیت په هکله جمهور رئیس ته معلومات ورکړل.
جمهور رئیس د یاد راپور له اورېدلو وروسته وویل، په پخواني دور کې سوداګرۍ وزارت د افغانستان له قوي وزارتونو څخه و، خو فعلاً د سوداګرۍ او رقابت په برخه کې ښه ظرفیت نه لري.
جمهور رئیس غني زیاته کړه، زموږ سوداګریز بیلانس باید تغیر وکړي او افغانستان په یو صادرونکي هېواد بدل شي. هغه ټینګار وکړ، د افغانستان د صادراتو ترکیب هم باید بدل شي.
محمد اشرف غني وویل، سوداګرۍ وزارت باید د سوداګرۍ په برخه کې واضح لیدلوری ولري، تر څو د رقابت بازار کې جدي او فعال حضور ولري.
جمهور رئیس څرګنده کړه، په نننۍ نړۍ کې موږ په پخوانیو شېوو کار نشو کولای او د سوداګرۍ وزارت بشري قوا د هغه وزارت اړتیاوې نشي ځوابولی، په دې برخه کې باید اصلاحات او تغیرات راشي.
جمهور رئیس غني وویل، د هېواد له ځمکني او هوایي مسیر څخه باید خپل صادرات زیات کړو.
جمهور رئیس د دې ناستې په پای کې وویل، ډېر ژر به له فساد سره د مبارزې لپاره عدلي او قضایي مرکز ایجاد شي او دا مرکز به په فساد د ککړو لوړ پوړو دولتي مقاماتو او افردو دوسیې  وڅېړي.


د مطلب کود: 126529

دمطلب پته :
https://www.avapress.com/ps/news/126529/زموږ-سوداګریز-بیلانس-باید-تغیر-وکړي

آوا
  https://www.avapress.com