دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۳:۲۶
د مطلب کود : 126532
ملي امنیت شورا د دښمن  نفوذي کسانو پر وړاندې د مبارزې ستراتیژي په پرنسیب کې تائید کړه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني په مشري د ملي امنیت شورا غونډه پرون په ارګ کې جوړه شوه.
ملي امنیت شورا د دښمن  نفوذي کسانو پر وړاندې د مبارزې ستراتیژي په پرنسیب کې تائید کړه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني  په مشري د ملي امنیت شورا غونډه پرون په ارګ کې جوړه شوه.
په دې غونډه کې ملي امنیت شورا د پرونیو سوله ییزو لاریونونو پرمهال د کابل د شریفو خلکو له حوصله مندي څخه مننه وکړه او د لاریون کوونکو د امنیت د تامین او د تهدیدونو د مخنیوي په موخه یې د امنیتي ځواکونو هڅې او همدارنګه د قوانینو او اصولو مطابق یې د هغوی اقدامات وستایل.
په همدې ترتیب د امنیتي او دفاعي سکتور وزیرانو د هلمند، ارزګان، کندز، جوزجان، بغلان، فاریاب او کنړ ولایتونو د امنیتي وضعیت په هکله د راپور په وړاندې کولو د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو زړورتیا، درایت او شایستګي یاده کړه او د دښمن پر وړاندې د مبارزې په برخه کې یې د هغوی کوښښونه وستایل. همدارنګه ملي امنیت شورا د امنیتي تهدیدونو د مخنیوي په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
وروسته ملي امنیت شورا د ټرانسپورتي شرکتونو د موټرچلوونکو د بې احتیاطي او ترافیکي پېښو له امله د هېواد په لویو لارو کې د ملکي تلفاتو زیاتوالی د اندېښنې وړ وباله او کورنیو چارو وزارت ته یې لارښوونه وکړه چې له ټرانسپورټي شرکتونو سره په یادو شویو مواردو کې هر اړخیزې خبرې وکړي او د ترافیکي پېښو د مخنیوي په خاطر واضح میکانیزم او اړین تدابیر ترتیب او یاد شوي شرکتونه د هغو په تحقق مکلف کړي.
همدارنګه د دښمن نفوذي کسانوسره د مبارزې ستراتیژي په هکله بحث وشو. غونډې له موظف پلاوي څخه د مننې په څرګندولو له هر اړخیزو بحثونو وروسته هغه په پرنسیب کې تائید کړه او د دې ستراتیژي د تطبیق په موخه یې په تاکتیکي کچو لازمې لارښوونې وکړې.
په پای کې ملي امنیت شورا امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د امتیازي اسکانو د جوړولو او وېش طرحه په هر اړخېزه توګه وارزوله او اړوندو بنسټونو ته یې د یادې طرحې د بیا کتلو په موخه لازمې لارښوونې وکړې.
https://avapress.com/vdcexp8zwjh8wni.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته