دخپریدو نیټه :دوشنبه ۳ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۶:۴۰
د مطلب کود : 126667
ریچارد اولسن: دملامنصور وژل طالبانو لپاره نوی فرصت دی
له دې سره یو وخت کې، د ملا منصور وژنې نړیوال غبرګونونه هم لرلي.

له دې سره یو وخت کې، د ملا منصور وژنې نړیوال غبرګونونه هم لرلي.

د امریکا کانګرس د ملا منصور وژنه د طالبانو مبارزې ته کلک ګزار ګڼي او وايي چې دا ډول بریدونه دې زیات شي.

پاکستان بیا له امریکا غوښتي چې ددې برید په اړه دې نورې څرګندونې هم وکړي.

د طالبانو یوه لوړپوړي قوماندان ملا رووف د ملا منصور وژنه منلې.

افغانستان او پاکستان لپاره د امریکا ځانګړي استازی، د ملګرو ملتونو دفتر ، کابل کې د امریکا سفارت او د ناټو پریکنده ملاتړ ماموریت قوماندانۍ هم د ملا منصور له وژنې هرکلی کړی.

سپینې ماڼۍ دملامنصوروژل کېدل دامریکااومتحدینولپاره یې لویه لاسته راوړنه بللې چې له نشتوالي سره به یې نړۍ امن ځای وي .

دافغانستان اوپاکستان لپاره دامریکاځانګړي استازي ویلي چې دملامنصوروژل کېدل طالبانولپاره نوی فرصت دی ، څودسولې له خبروسره یوځای شي.

داچې امریکاله طالبانوسره جګړه کې نه ده، په دې مانا نه ده چې طالب قوماندانان اومشران دې دافغانستان شریکان ،امریکايي اوافغان ځواکونه په نښه کړي اوافغانستان کې دثبات له ګواښ سره مخ کړي ، هغه ډله چې دامریکاګټې هم ګواښي.

دامریکاکانګرس غړو دغه کارستایلی اوویلي یې دي چې دملامنصوروژل کېدل، طالبانولپاره لوی زیان دی.

داچې ملامنصورمحکمې ته راکاږل شو، خوشاله یم ،داډول بریدونه بایددطالبانوپه مشرانودوام وکړي ، زموږ سرتیري په دوه زراولومړي کال کې دمشابه دلیل له مخې افغانستان کې ځای پرځای شول، څودنړیوالوترهګروپه پټن ځای باندې ددغه هیواددبدلېدومخنیوی وکړي.

ملامنصور امریکايي سرتیري اوزرګونه افغان سرتیري وژلي ، نوله دې امله نړۍ به له منصورپرته ښه ځای وي .

موږ باید هوښیارپاتې شواودعملیاتواودجګړې له ډګرونوخبراوسواوهڅه وکړوڅودافغانستان دشخړې لپاره سیاسي حل لارجوړه کړو.

اسلام اباد دپاکستان په خاوره کې دامریکالخواددغه بریدپه اړه دوضاحت غوښتنه کړې.

موږڅوځلې ویلي چې دافغانستان شخړه پوځي حل لار نه لري ، په داسې حال کې چې دسولې لپاره هڅې روانې دي ،داډول بریدشوی، موږ په دې اړه له امریکادډیروضاحت غوښتنه کوو.

امریکاکې دپاکستان پخوانی سفیرحسین حقاني دملااختروژل کېدل دپاکستان استخباراتي سازمان لپاره خبرداری بولي اووايي چې امریکا له افغانستان سره دپاکستان دوعده خلافۍ په برخه کې صبرله لاسه ورکړی، نوله دې امله اړشوه چې دطالبانومشرتابه پاکستان کې په نښه شي.

افغانستان کې دملګروملتونودفتر، دامریکاسفارت اودقاطع ملاتړماموریت قوماندانۍ دبیلابیلوپيغامونوپه ترڅ کې دملامنصوردوژل کېدوهرکلی کړی اوهیله یې څرګنده کړې چې دملامنصور

له وژل کېدوسره به افغانستان کې دسولې اوهوساینې زمینه برابره شي اوجګړه به پای ته ورسیږي .


https://avapress.com/vdcd990f5yt0x96.lb2y.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته