دخپریدو نیټه :سه شنبه ۴ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۰۹:۲۱
د مطلب کود : 126688
جمهور رئیس غني د ایران جمهور رئیس او د هند لومړي وزیر سره وکتل
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له ماسپښین وروسته د ایران جمهور رئیس ډاکټر حسن روحاني او د هند لومړي وزیر نریندرا مودي سره په جلا جلا توګه په تهران ښار کې وکتل.
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له ماسپښین وروسته د ایران جمهور رئیس ډاکټر حسن روحاني او د هند لومړي وزیر نریندرا مودي سره په جلا جلا توګه په تهران ښار کې وکتل.
د ایران جمهور رئیس حسن روحاني جمهور رئیس غني ته د ښه راغلاست په ترڅ کې د دواړو هېوادونو تر منځ د همکاریو په پیاوړتیا ټینګار وکړ او وې ویل، د ایران امنیت او ثبات د افغانستان په امنیت او ثبات متکي دی.
روحاني وویل، هغوی چې د افغانستان د بې ګناه خلکو وینې بهوي خدای تعالی ته د نږدېوالي ادعا نشي کولای او له دې لارې خپل اعمال توجیه کړي.
د ایران جمهور رئیس وویل، د افغانستان او ایران تر منځ د تحرک او همکاریو د زیاتوالي په مبنا یوه جامع توافقنامه ده او پخواني حکومت دا تړونونه لاسلیک کړي وو او اوس باید د هغو په عملي کولو کار وشي.
جمهور رئیس وویل، د هریرود حوزې د اوبو په برخه کې ستونزې شته چې زموږ د اندېښنې وړ دي.
د ایران جمهور رئیس وویل، 1.5 میلیون افغان کډوال له اسنادو پرته په ایران کې ژوند کوي چې د دې ستونزې د حل په موخه لارې ولټول شي. هغه وویل، دا هم درک کوو چې افغانستان تېر کال له امنیتي پلوه له ستونزو سره مخامخ دی او هیله من یوو سږکال دا ستونزه لیرې شي.
جمهور رئیس غني وویل، د ستونزو د حل د نهایي کولو په خاطر یې یوه کاري کمېټه ټاکلې او مقدماتي تیاری یې نیولی او د هریرود حوزې تېر تاریخي اسناد مو مطالعه کړي. هغه زیاته کړه، له پارلمان سره له مشورې وروسته پلاوی موظف کېږي، چې په دې هکله له ایران سره مذاکرې وکړي.
جمهور رئیس وویل، د مهاجرت عالي شورا د کډوالو چارو وزارت توظیف کړی دی، تر څو په ایران کې د افغان کډوالو دقیق ارقام سروې کړي او د هغو په رڼا کې تصمیم ونیول شي. هغه وویل، موږ په ایران کې د افغان کډوالو د حضور د قانونمند کېدو غوښتونکي یوو، تر څو د هغوی حقونه تامین شي.
جمهور رئیس زیاته کړه، زموږ د اړیکو د پیاوړتیا او د انکشاف اصولو څخه یو سرحدونه او د هېواد امنیت دی او زموږ توقع د تهدید امیز عناصرو په هکله د ګډ سیاست لرل دي.
جمهور رئیس وویل، زموږ خلک تل د دوست او دښمن د تعریف په هکله د وضاحت غوښتونکي دي او افغانستان د ایران په څېر سره حدود او خطونه لري. د هېواد جمهور رئیس وویل، د افغانستان د بهرني سیاست اساس سیمه ییزې همکارۍ دي.
همدارنګه د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني او د هند لومړي وزیر نریندرا مودي د اړیکو د پیاوړتیا مخصوصاً د ګډې اقتصادي همکاریو او له سیمه ییزې او نړیوالې ترهګري سره د مبارزې په هکله بحث وکړ.
د هېواد جمهور رئیس د هند هېواد له همکاریو خصوصاً په امنیتي برخه او د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د هلیکوپترو د برابرولو له امله قدرداني وکړه او له افغانستان سره یې په بېلابېلو برخو کې د همکاریو د ادامې غوښتنه وکړه.
د هند لومړي وزیر وویل، هغه د خپل حکومت امنیتي برخه توظیف کړې چې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د ډېرو هلیکوپترو د برابرولو لارې ولټوي.
جمهور رئیس غني په پای کې وویل، زیربنایي لوی پروژې چې هند د هغه په جوړولو کې همکاري کړې لکه سلما بند او د ملي شورا ودانۍ ګټه اخیستنې ته سپارل شوې او د دې همکاریو تداوم د دواړو هېوادونو تر منځ د همکاریو د پراختیا لامل کېږي.
https://avapress.com/vdcg739q7ak9x34.1gra.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته