غلام مصطفى هاروني چې د کار او ټولنيزو چارو وزارت د پلټنې او د کار د شرايطو د ښه والي د لوى رييس په توګه ټاکل شوى دى؛ نن د دغه وزارت د معين احمد شاه صالحي له خوا اړوندو کارکوونکو ته وروپيژندل شو.
هاروني د آزادې سيالۍ له لارې په دغې دندې ټاکل شوى دى او د کار او ټولنيزو چارو وزارت د معين په خبره دغه رياست د کار او ټولنيزو چارو وزارت په چوکاټ کې ډير اهميت لري .
هاروني لوړې زده کړې لري او د بشري منابعو د مديريت د عامې ادارې د ماسترۍ نوماند دى.