دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۵ جوزا ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۰۳
د مطلب کود : 126767
په افغانستان کښې یوشمیر ښځې چې خلک یې تښتول نیول شوی .
د افغانستان دغزنی ولایت دشیعه علماو د شورا غړی حجت الاسلام محمدی وویل له بده مرغه په افغانستان کښې فحشا او منکرات ورځ تر بلې زیاتیږی او حکومت له دغه چارې سره دمبارزې لپاره جدی پروګرام نلری

دافغانستان په غزنی ولایت کښې یوشمیر ښځې چې خلک یې تښتول او له خلکو یې په زوره پیسې اخیستلې ونیول شوې .

زمونږ خبریال وایی د افغانستان دغزنی ولایت د پولیسو قوماندنۍ په دغه ښار کښې د اوو(۷) مجرمانو او ورانکارو دنیولو خبر ورکړ او ویې ویل دا هغه کسان دی چې د اخلاقی جرمونو په شمول په مختلفو جرمونو کښې په لاس لرلوتورن دی .

د افغانستان دغزنی ولایت د پولیسو قوماندان جنرال امین الله امر خیل وویل دغه ورانکار د اخلاقی جرمونو د ترسره کولو ، له خلکو په زوره دپیسو د اخیستلو او د خلکو دتښتولو په شمول په مختلفو جرمونو کښې په لاس لرلو تورن دی .

هغه دغه راز وویل په یوه(۱) نوی مورد کښې یې یوشمیر ښځې نیولی دی چې په اخلاقی جرمونو سربیره دخلکو په تښتولو او له خلکو په زوره د پیسو په  اخیستلو کښې لاس لری .

امر خیل وویل ددغو کسانو په نیول کیدا سره په غزنی ولایت کښې د جرمونو اندازه کمه شوی ده .

دغه راز د افغانستان دغزنی ولایت دشیعه علماو د شورا غړی حجت الاسلام محمدی وویل له بده مرغه په افغانستان کښې فحشا او منکرات ورځ تر بلې زیاتیږی او حکومت له دغه چارې سره دمبارزې لپاره جدی پروګرام نلری

https://avapress.com/vdcepp8zfjh8wfi.r6bj.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته